شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeداسې هم شتهپاکستان کې د ټیک ټاک کاروونکو ته وروستی خبرداری

پاکستان کې د ټیک ټاک کاروونکو ته وروستی خبرداری

تاند ( چهارشنبه، د اسد۱) د پاکستان دمخابراتي شبکو د څار ادارې وروستي ځل لپاره دټیک ټاک کاروونکو ته خبرداری ورکړی، چې غیر اخلاقي ویډیوګانې دې نه خپروي.

د پاکستان حکومت دغه راز د چینایي شرکت مسولانو ته په اشارې ویلي، چې په ټیک ټاک دې د اسلام ضد او غیر اخلاقي ویډیوګانو ته دخپریدو اجازه نه ورکوي.

پاکستاني حکومت ګواښ کړی که بیاهم چا دا پرېکړه ونه منله نو اړ دي، چې د ټیک ټاک کارېدنه په خپل هېواد کې وتړي.

له دې وړاندې پاکستان په یاد هېواد کې د بایوس لایف اپلیکیشن هم له همدې امله تړلی وو.

ټیک ټاک په ټوله نړۍ کې له ۲ میلیارد څخه زیات کاروونکي لري، چې د معلوماتو له مخې تر دې دمه په پاکستان کې ۳۹ میلیونه ځلې په موبایلونو او نورو بریښنایي وسایلو کې کارول شوی دی.

له دې وړاندې هند هيواد هم د چینایي شرکتونو ۵۹ پروګرامونه د ټیک ټاک په ګډون په هندې تړلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب