شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورنیو چارو وزیر خپل پخوانی ویاند نصرت رحیمي په مرګ ګواښلی

د کورنیو چارو وزیر خپل پخوانی ویاند نصرت رحیمي په مرګ ګواښلی

تاند( چهارشنه، د اسد ۱) د کورنیو چارو وزارت پخوانی ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې پر ترهګرو او مافیایي ډلو سربیره په کور دننه هم ګواښل کیږي.

نوموړي په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «د کورنیو چارو وزیر راته ویل که دې کوم څه ولیکل د خوشحال سادات په برخلیک به اخته شې او د سادات په څېر به یې پر کورکینوي.»

رحیمي له تاند وېبپاڼې سره په خبرو کې وویل، د کورنیو چارو وزیر یې په دې خاطر ګواښي چې ګواکې په یاد وزارت کې څه موده وړاندې د ګومارنو افشا شوی لېست ده رسنیو ته ورکړی دی.

هغه وویل چې دا کار ده نه دی کړی خو وزارت یې پر ده په زوره مني.

نوموړی وایي: «اوس که په کورنیو چارو وزارت پسې هرڅوک په فیسبوک کې څه ولیکي دوی یې پرما حسابوي.»

نصرت رحیمي پر دغه ګواښونو سربیره نن تاند ته له یو بل رازه هم پرده پوررته کړه

دی وایي” هغه وخت چې دی رسمي ویاند و او د ټاکنو د جنجال پر وخت عبدالله عبدالله د ټاکنو کمیسیون غړي ممنوع الخروج اعلان کړل د وزیر په مشوره ما رسنیو ته وویل چې دوی د دې صلاحیت نه لري چې څوک ممنوع الخروج اعلان کړي.

« له دې وینا وروسته عبدالله عبدالله له مسعود اندرابي سره اړیکه نیولې وه او ورته یې ویلې وه چې ولې مو دا کار وکړ، وزیر په ځواب کې ورته ویلې و چې دغه کار نصرت رحیمي په خپل سر کړی او دوی ترې خبر نه دي نو د همدې فشارونو له کبله یې زه له دندې لرې کړم.»

نصرت رحیمي، چې څه کم درې کاله د کورنیو چارو وزارت ویاند و، څه موده وړاندې له دندې ګوښه شوی دی.

ومو غوښتل په دې اړه د کورنیو چارو وزارت نظر هم راواخلو خو د کورنیو چارو وزارت له ویاند طارق آرین سره له بیا بیا اړیکې نیولو وروسته هم حاضر نه شو چې زموږ پوښتنو ته ځواب ووایي.

د مقرريو هغه لیست چي ویل کېږي د کورنیو چارو وزیر ښاغلي اندرابي د هغه د افشا کېدو له امله نصرت رحیمي ګواښلی:
د وزارت د مقام د دفتر عمومي رئیس – تاجک
د وزارت د مقام عمومي ریاست معاون – تاجک
سریاور وزیر- تاجک
معاون سریاور وزیر – تاجک
د وزیر درې سکرتران درېواړه – تاجک
داخله وزارت 26 مشاورین ټول – تاجک
د ستراتیژیکو اړیکو عمومي رئیس – تاجک
د ستراتیژیکو عمومي اړیکو د ریاست دفتر رئیس – تاجک
د وزارت ویاند – تاجک
د وزارت د رواني جنګ رئیس – تاجک
د وزارت د سازمان رئیس – تاجک
د ولسونو ریاست رئیس – تاجک
د عقایدو او کلتوري ریاست رئیس – تاجک
د پولیسو ۱۱۹ ریاست رئیس – تاجک
د کشف عمومي ریاست رئیس – تاجک
د عملیاتو ریاست رئیس – تاجک
د اختطاف یا تښتونې سره مبارزې ریاست رئیس- تاجک
د ځانګړو جرمونو ریاست رئیس – تاجک
د عمومي اوپراسیون د ارکان عمومي ریاست رئیس – تاجک
د اوپراسیون عمومي ریاست رئیس – تاجک
د عمومي عملیاتو ریاست معاون – تاجک
اوپراسیون وزارت داخله – تاجک
د تخنیکی چارو ریاست عمومي اوپراسیون – تاجک
د تروریزم سره مبارزی ریاست رئیس – تاجک
د مالي چارو ریاست رئیس – تاجک
د لوجسټیک عمومي ریاست رئیس عمومي – تاجک
د لوجسټیک ریاست معاون – تاجک
د مرکزي دایرې ریاست معاون – تاجک
د وزارت د قرارګاه قومندان – تاجک
د شهیدانو او معیوبینو ریاست رئیس – تاجک
د درې سوه بستریز روغتون رئیس – تاجک
د لوړو زده کړو ریاست رئیس – تاجک
د عمومی آکاډمۍ ریاست رئیس – تاجک
رئیس ستف کالج وزارت داخله- تاجک
د انترپول ریاست رئیس – تاجک
د خدمتونو ریاست رئیس – تاجک
د وزارت پیژنوال – تاجک
د پیژنوال معاون – تاجک
د چاپ ریاست رئیس – تاجک
د محلي پولیسو ریاست رئیس – تاجک
د وزارت د پالیسي معین – تاجک
د پالیسی معینیت دفتر رئیس – تاجک
درې ریاستونه د پالیسۍ د معین د اثر لاندې – تاجک
د وزارت ارشد ستر معین – تاجک
د ارکانو ریاست او ستر معین – تاجک
کابل امنیه قومندان – تاجک
د کابل امنيې قومندانۍ معاون – تاجک
د کابل قومندانۍ امنیتي معاون – تاجک
د جنايي څېړنو ریاست رئیس – تاجک
د روغتیا ریاست رییس – تاجک
د وزارت اداري معین – تاجک
د اداري معینیت معاون – تاجک
د عمومي تفتیش ریاست رییس – تاجک
د عمومي تفتیش ریاست معین – تاجک
د بشري منابعو عمومي ریاست رئیس- تاجک
د بشري منابعو عمومي ریاست معین – تاجک
د عمومي تشکیلاتو ریاست رئیس – تاجک
د تشکیلاتي چارو د تنظیم ریاست رئیس – تاجک
د جندر ریاست رئیس – تاجک

2 COMMENTS

  1. لیوه له پاسه اوبه په خپلو پنجو خړولې او لاندې چې وزې اوبه څښلې ، ورته یې ویل چې وه وزې دا اوبه ولې راخړوې ؟
    خانان خو بیا سره خانان شول
    په منځ کې توی شول د رامبېل چامبېل ګلونه .
    رحیمي صیب الله د وساته .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب