شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهافغانستان ته د ایران مرسته شوي طبي توکي ورسېدل

افغانستان ته د ایران مرسته شوي طبي توکي ورسېدل

تاند( چهارشنبه، د اسد۱) افغانستان کې له کورونا سره د مبارزې په موخه د ایران له لوري مرسته شوي طبي توکي افغان چارواکو ته سپارل شوي دي.

دغه طبي توکي د هرات د چارواکو په شتون کې د یاد ولایت روغتیايي مسولانو ته سپارل شوي دي.

د دې طبي توکو ارزښت درې میلیونه افغانۍ ښودل شوی دی.

هرات کې د ایران سرکنسول محمد صدیقي وایي د مرستو په دې بسته کې ماسکونه، سنیټلایزر او نور طبي توکي شامل دي.

نوموړي ویلي، دوی به د کورونا وبا پر مهال له افغانستان سره خپلو روغتیایي مرستو، مشورو او همکاریو ته نورهم دوام ورکړي.

ایران داسې مهال له افغان حکومت سره طبي مرسته کوي، چې د روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا ویروس ۱۱۲ مثبتو پېښود ثبتیدو خبر ور کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې دې سره په کورونا ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر ۳۵ زره او ۷۲۷ ته ورسېده.

د روغتیا وزارت په خبره، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پرکورونا وبا اخته څلورکسان مړه شوي او ۱۶۸ نور بیا بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه له کورونا ناروغۍ د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۱۱۹۰ او د بېرته رغېدلیو شمیر بیا ۲۳ زره او ۹۰۷ ته پورته شوی دی.

2 COMMENTS

  1. سلامونه او درنښت!
    د ایران مرستی له زهرو ډکې دي دا مرسته چې کړيده دری میلونه دا د یو هیواد په کچه ناچیز شی دی دا په دی نه ارزی چی په میډیا کی ورباندی خبرې وشی او تصویرونه یی خپاره شی. دا مرسته ما په تنهایی شکل هم کولای شوای چې د موسیسې یو عادی کارمند یم

    رحیم الله شیرزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب