Homeخبرونهجواد ظریف: امریکا ته د سعودي ګټې مهمې نه دي له حده...

جواد ظریف: امریکا ته د سعودي ګټې مهمې نه دي له حده زیات باور دې پرې نه کوي

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف وايي، تیار یو چې له سعودي عربستان سره خبرې وکړو او له یاد هېواد سره ښې او دوستانه اړېکې ولرو.

جواد ظریف په یوه تازه مرکه کې ویلي امریکایانو وښوده چې د سعودي عربستان ګټې ورته مهمې نه دي او هیڅ جګړې ته چمتووالی نه لري.

د ظریف په خبره د سعودي خلکو ته په کار دي چې له حده ډېر په امریکا باور ونه کړي او له خوبه راویښ شي.

ښاغلي ظریف دغه راز زیاته کړې، دوی له ټولو ګاونډي هېوادونو سره دوه اړخیزې ښې اړيکې لري او غواړي د سعودي په ګډون دغو دوستانه اړیکو ته دوام ورکړي.

نوموړي ویلي سعودي او متحده عربي امارات په خپله نه غواړي له دوی سره یې مناسبات ښه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...