Homeخبرونهاتمر او د امریکا شارزدافیر په افغانستان کې د سولې په اړه...

اتمر او د امریکا شارزدافیر په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې وکړي

تاند(چهارشنبه، د اسد ۱) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت له شارزدافیر راس ولسن سره د ویډیوکنفرانس له لارې د سولې پر پروسې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت وايي،  دواړو لورو د افغانستان د سولې پروسې، سیمه ییزې همکارۍ او د افغان سولې په اړه د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا پر اهمیت خبرې وکړې.

دوی د بندیانو پر خوشې کولو، د تاوتریخوالي پر کمولو او د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو په سمدستي پیل بحث وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت د بیان په پر اساس، دواړو خواوو د سیمه ییز ارتباط پر اهمیت، د سوداګرۍ په پراخولو او په ځانګړي ډول د افغانستان، پاکستان او منځنۍ آسیا د هیوادونو ترمنځ د څو اړخیزو همکاریو پر زیاتېدو هم خبرې وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه جلا بیان کې، ویلي چې د افغانستان، امريکا متحده ایالاتو او ازبکستان کاري ډلې لومړۍ درې اړخیزه ناسته چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په کوربه توب جوړه شوې وه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت او متحده ایالاتو د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو مرستیالانو پکې برخه اخیستې وه، پرون ماښام ترسره شوه.

په غونډه کې د اقتصادي همکارۍ، سوداګرۍ، ترانزیت، پانګونې، ګمرکونو، د انرژۍ د لیږد او د ریل پټلۍ جوړونې، تعلیم، روغتیا، کرنې او پراختیا پر موضوعاتو باندې بحث وشو.

د افغانستان، امريکا او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې ګډې سیاسي، امنیتي او اقتصادي کاري ډلې رامنځته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...