Home+غمي غمي سیندونه کتاب چاپ او تر بازاره ورسیده

غمي غمي سیندونه کتاب چاپ او تر بازاره ورسیده

غمي غمي سیندونه د ځوان شاعر سیدجیلاني جلان دریمه شعري ټولګه ده چې کابو ۲۰۰ غزلونه او ۳۰ نظمونه لري په( ۲۵۲) صفحو کې په ښکلي صحافت  په پیښور کې کتاب کور پلورنځي( ۲۰۰۰ )چاپ کړې  چې اوس مهال نوموړی کتاب په لرې او برې پښتونخوا کې پیدا کیږي . د یادولو ده  چې دجلان دوې ټولګې مخکې له غمي غمي سیندونو چاپ شوې وې چې یوه یې د ګلپاڼو اتڼ او بله یې د هېندارو دره نومیده چې دادب د مینوالو لخوا یې تود هر کلی شوی و

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...