جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهترکیه کې د ډوب شویو افغان کډوالو ۵ مړي کابل ته راوړل...

ترکیه کې د ډوب شویو افغان کډوالو ۵ مړي کابل ته راوړل شول

تاند( چهارشنبه، د اسد۱) افغان چارواکي وایي، چې په ترکیه کې د ډوب شویو افغان کډوالو ۵ جسدونه نن کابل ته راوړل شول.

د حامد کرزي نړېوال هوايي ډګر قوماندان عمر صبور وايي، چې د پاتې کډوالو مړي به د افغان هوايي شرکتونو په راتلونکو پروازونو کې کابل ته راولېږدول شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ ویلي وو، چې  د ترکیې په وان سیند کې د موندل شویو افغانانو جسدونه به تر جمعې ورځې کابل ته راولېږدول شي.

د ترکیې په وان سمندرګي کې د ډوبې شوې کیښتۍ له ۸۰ تنه سپرلیو څخه تر دې دمه د ۵۹ کسانو جسدونه موندل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد ویلي، چې د موندل شویو له ډلې د ۲۹ کسانو جسدونو پېژندل شوي دي.

ګران هېواد وايي پېژندل شویو جسدونو کې ۱۷ یې افغانان دي، چې تر جمعې ورځې به یې جسدونه کابل ته راوړل شي.

راپورونو وایي، چې په دې پېښه کې ۲۴ افغانان مړه شوي او تر اوسه یې د ۱۷ تنو جسدونه موندل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...