Homeخبرونهسوریايي جوړې خپلو غبرګونو لوڼو ته د ایا او صوفیه نومونه انتخاب...

سوریايي جوړې خپلو غبرګونو لوڼو ته د ایا او صوفیه نومونه انتخاب کړل

تاند (چهارشنبه، د اسد ۱) یوې سوريايي جوړې سماح او کرم البازو د ایا صوفیه مسجد د بیا خلاصولو په خوښۍ کې پر خپلو دوو لوڼو باندې ایا او صوفیه نومونه کېښودل.

دغه جوړه چې ۷ کاله وړاندې د جنګونو له امله له سوریې څخه ترکیې ته کډه شوي، همدلته یې له یو بل سره ولیدل او واده یې وکړ.

د دغو نجونو مور وايي: “ددې ورځې تاریخي اهمیت ته په کتو مو خپلو اولادونو ته دا نومونه انتخاب کړل، او د عبادت لپاره د ایا صوفیه بیا پرانیستل زموږ د خوشالۍ سبب شو. ”

دغې جوړې وروسته له هغه خپلې لوڼې په دې نومونو ونومولې، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان امر کړی چې د ایا صوفیه تارخي ودانۍ دې د موزیم پر ځای په جومات بدله شي.

دغه ودانۍ یو نیم زر کاله پخوا د کلیسا په توګه رامنځته شوې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یامي ګوتم: د کمو فرصتونو له امله مې هیماچل پردېش ته د ستنېدو پرېکړه کړې وه

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د بالیووډ مشهورې فلمي ستورې یامي ګوتم ویلي، د خپل هنري ژوند په یوه سخت پړاو...