شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپلوسي: ټرمپ امریکا کې د روان وضعیت مسؤل دی

پلوسي: ټرمپ امریکا کې د روان وضعیت مسؤل دی

تاند ( چهارشنبه، د اسد ۱) د امریکا د استازو مجلس مشرې نانسي پلوسي د کورونا ویروس د کنټرول لپاره د ټرمپ اقدامات کمزوري بللي دي.

نوموړې په یوه تازه مرکه کې ویلي د ټرمپ د بې پروایۍ او ناسمو پلانونو له امله کورونا ویروس په امریکا کې خلکو ته درانه تلفات واړول.

نانسي پلوسي ویلي: « ټرمپ د کورونا پر وړاندې ډېر بې پروا دی، داسې ښکاري لکه دا ویروس، چې د ټرمپ خپل ویروس وي.»

هغې ویلي چې په امریکا کې د روان وضعیت ټول مسوولیت د ټرمپ په غاړه دی.

د کورونا ویروس په ټوله نړۍ کې امریکا تر نورو ډيره زیانمنه کړه او په ياد هیواد کې ډیر زیات امریکامیشتې ووژل.

د معلوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېره ۱۴۸۹۸۱۴۵ رسیدلی، شاوخوا ۶۱۵۴۶۲ تنه یې له امله مړه شوي او ۸۴۳۴۶۶۶ بیا د یاد ویروس څخه بېرته رغېدلي دي.

1 COMMENT

  1. ټرمپ نه تنها په امریکا بلکه په ټول نړی او افغانستان کی ددی ټول ۴۰ کلن او ۲۰ کلن ناورین مسول دی ځکه امریکا حکومت او استخبارات او پوځ پدی پوهیږی چی افغانستان کی ددی ۴۰ کلنی غمیزی مسول پاکستان دی مګر پاکستان بیا هم نقدی او کمکی نظامی وسایل ورکوی ترڅو په سیمه او نړی ګډوډی زیاته کړی که افغانستان په کنډواله بدل شو مسول یی همدا پاکستان امریکا او برتانیه او ایران ده او له هغه وروسته کی ۵۲ ډوله طیارو بمبار کاوو مسول یی پاکستان وو او ده ځکه همدی پاکستان امریکا ته نظامی آډه ورکړه او طالبانو د همغه وخت اسلامی نظام ړنګ او چپه کړ چی بیایی د همدی امریکا په مرسته یعنی ۳۳ میلیاردو ډالرو په مرسته طالبان بیرته د همدی نظام پر ضد را پورته کړل

    نو چی کله پوه شول چی افغان ولس له جګړی ستړی شوی نو بیرته هماغه پاکستان باندی تپل شوی جنګیالی یعنی طالبان او لشکر طیبه غړو سره په قطر کی د سولی په نوم تړون لاسلیک کړ چی افغان ولس په نماینده د اوسنی نظام هیڅ غړی او چارواکی پدی تړون کی حضور نه درلود او امریکا د افغانستان خاوره بیرته پاکستان ته د سپارلو لپاره له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ

    او قطر اوس کوښښ کوی چی معادنونو او قیمتی ډبرو لاسته راوړلو لپاره له طالبانو سره مرسته کوی او هغوی ته یی د امریکا په مالی مرسته کورونه او معاشونه ټاکلی چی ټول هیواد ورباندی خبر دی
    https://khabarial.com/archives/6501
    قطر د سولې په کوربتوب د افغانستان د کانونو قرارادادونه غواړي

    امریکا پر دی باندی پوهیږی چی پاکستان په افغانستان کی ددی ۴۰ کلنی غمیزی اصلی لوبغاړی او لامل دی نو همدا امریکا په اصل کی نغواړی چی افغانستان کی سوله راشی او دا ولس د نورو هیوادونو ولسونو په شان په سوله او ښیرازی کی ژوند تیر کړی او د افغانستان بیارغونی ټول وروڼه قومونه سره ګډه کار وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب