Homeمقالېاقتصادکابل کې د افغاني صادراتو یو ورځنی نندارتون پرانستل شوی

کابل کې د افغاني صادراتو یو ورځنی نندارتون پرانستل شوی

تاند( سه شنبه، د سرطان ۳۱) د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولانو نن په کابل کې د افغاني صادراتو لپاره یو ورځنی نندارتون پرانستی دی.

د یادې خونې مشرتابه وایي، چې دا نندارتون د افغاني صارداتو د ښې پيژندنې لپاره په لاره اچول شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسولانو په کابل کې د صادراتو ، عامه خبرو اترو او خصوصي سکتور او لوړ صادرونکو په اړه هم ملي ناسته ترسره کړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق کې د عامه اړیکو رییس امین بابک وایي، چې په دې ناسته کې دولتي چارواکو ، د سکتور وزیران ، د سوداګرۍ او پانګونې د خونې رییس ، او د خصوصي سکتور غړیو او صادرونکو غړو برخه اخیستې وه.

هغه وویل چې د صادراتو د زیاتوالي په اړه د بحث په وخت کې، د هیواد لوی صادرونکي د صادراتو هڅولو او لا ډیر توجه لپاره وستایل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...