یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeجنرال وزیريخبرې سره زر دي، ارزانه یې مه پلورئ| جنرال دولت وزیري

خبرې سره زر دي، ارزانه یې مه پلورئ| جنرال دولت وزیري

سقراط چې تر میلاد ۳۹۹ کاله مخکې یې له نړۍ سترګې پټې کړي، وايي:

«څوک چې پر خپل ځان مهربانه وي او له خپل ځان سره مینه ولري، له هغه څخه د ملګرتیا تمه کیدای شي، ځکه د خپلې ابرو او عزت په خاطر به ستا ابرو او عزت ساتي.»

په دودیزو ټولنو کې عزت او ابرو په بېلابېلو څیزونو تړلي وي، کله چې د چا ابرو ځي، هغه په ټولنه کې عزتمن ژوند نه شي لرلای، یا یې د ټولنې روایتونه یا هم روایت پالونکي کسان د ژوند ساحه تنګوي.

ځینې پوهان خبرې له سرو زرو سره تشبېه کوي او له خلکو غواړي چې خپله دا پانګه په ارزانه له لاسه ورنه کړي.

سقراط به ویل:

«د زړه خبرې هر چا ته مه کوئ، ځکه خلک د خپلو څیزونو ساتنه په خپل کور کې کوي. دا څومره بده ده چې د خپل زړه د ننه هر څه په خپله رسوا کړئ.»

د دوه مخو خلکو ژبه خوږه او زړه يې تریخ وي، ځکه اړینه ده چې د ملګري په ټاکلو کې باید ډیر احتیاط وشي. دوه مخې خلک په خوله ډیر خواږه خو ستا یو راز به هم ونه ساتي. دا ډول انسانان خوږه ژبه د خپل بدرنګه شخصیت د پټولو لپاره کاروي او په وروستیو پاته ټولنو کې د دغسې کسانو شمېر خورا زیات هم وي.

دوه مخي انسانان په لوستې طبقه کې هم شته، هغوی بیا په خپل حد کې د لړم په څېر چیچل کوي. د ملګرتیا د وخت رازونه افشا کوي او یا هم یوازې د نورو خلکو عیبونه رسوا کوي.

افلاطون هم پر دې ټينګار کاوه او ویل به يې:

«د هغه چا د ملګرتیا نه چې د راز ساتلو توان ونه لري، لیرې والی وکړه.»

زموږ ستر پیغمبر حضرت محمد ( ص ) به ویل:

«ډیره ښه صدقه د ژبې ساتنه ده.» معنی باید نور خلک ستاسو له ناوړه ویناوو په امان کې وي او په دې کې خیر دی.

د زړه خبرې په ژبه کیږي، که دې ژبه وساتله مانا دا چې ځان دې له مصیبته وژغورلو.

خوشحال خان خټک ځکه وايي چې:

جنګ د هاتي او زمري اسان دی

د خپلې ژبې افت ګران دی

که خپله ژبه يې په فرمان کړه

هم يې رستم ګڼه هم لا لقمان دی

ډیرې خبرې کول نقره او لږ خبرې کول طلا ده، ځکه کولای شي چې په لږو خبرو سره د زړه خبرې وساتي.

حضرت علي( رض) به ویل:

«چوپتیا به تاته د وقار جامه در واغوندي او له عذر غوښتلو به دې وژغوري.»

نو ځکه وايي چې:

«که غواړې چې په راز دې دښمن پوه نه شي، د زړه خبره دې دوست ته هم مه وایه.»

ژبه د انسان ښه ملګری دی، خو کیدای شي چې همدا ژبه د یوه کس ډیر خطرناک دښمن هم شي.

نو ځکه هوښياران وايي چې: «ژبه هم کلا ده هم بلا ده.»

هغه څوک چې د خپل زړه خبره بل ته وايي، په خپله رسوايې راضي شوي وي.

نو ځکه ملا جمعه وايي:

سلامت کاروان به تیر کړې له رهزنه

که جرس ګډه نه کړې په غوغا ژبه

حضرت علي (رض) وايي: «انسان تر خپلې ژبې لاندې پټ دی.»

که غواړئ چې فکر مو پراخ او تل له ډیرو ستونزو په امان کې اوسئ، خپلې ژبې ته مو پام وکړئ او تل لږې خبرې وکړئ.

نو ځکه خوشحال بابا به ویل:

په واک چې نه لري په کام کې ژبه

که ګونګ شي ښه دی په لویه تبه

په بده ژبه ځان ځي، جهان ځي

ایمان لا هم ځي واوره طالبه

د زرو کسانو سره مشوره ښه ده، خو د زړه راز ویل یوه کس ته هم مناسب نه دي.

سقراط به ټینګار کاوه او ویل به يې:

«تر ټولو دښمنانو مخکې خپل نږدې دښمن ته، چې هغه ستاسو ژبه ده متوجه و اوسئ.»

ډیرې خبرې کول د پوهې دلیل نه دی.

خوشحال بابا وايي:

هوښیار چې ناست وي نادان خبرې کا

سپی دې غپیږي څوک دې يې کرې کا

چې څوک يې نه پوښتي خاموش دې اوسي

که څوک توی تر خولې شکرې کا

سقراط وايي: «ذخیرې او غوښتنې مو کمې کړئ، مصیبتونه په خپله کمیږي.»

له دنیا څخه بې پروايي په قناعت کې ده، کوم شی چې انسان غني کوي هغه قناعت دی نه مال.

انسانان باید تل د ټولنې د خوښۍ او سعادت په لټه کې وي، ځکه واقعی خوښي او سعادت په ځان ځاني لذتونو او خوندونو کې نه ده، د افرادو سعادت او خوښې د ټولنې په سعادت او خوښۍ کې ده. هر هغه څوک چې د نورو د سعادت په لټه کې وي په خپله يې سعادت په برخه کیږي.

سقراط به ویل: «بشپړه فضلیت په پوهنه او حکمت کې موندلی شو، بې له پوهنې هیڅ شی ګټور نه دی.»

دی وايي:

«پوهنه فضلیت دی.

جهل تباهي ده.

تقوا پوهنه ده.

تقوا علم هم دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب