جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهضمیر کابلوف: د بندیانو د تبادلې تر بشپړېدلو پورې د سولې په...

ضمیر کابلوف: د بندیانو د تبادلې تر بشپړېدلو پورې د سولې په هکله ناستې بې ګټې دي

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي د بندیانو د تبادلې تر بشپړېدو د افغانستان سولې په اړه ناستې او طرحې بې مانا دي.

کابلوف ویلي د بندیانو په تبادله کې د ځنډ له امله د سولې پروسې په اړه د ناستې تابیا نه لري.

نوموړي دغه راز زېاته کړې تر څو پورې چې د بندیانو د تبادلې پروسه نه وي بشپړه شوي د افغانستان د سولې پروسې په اړه هره ناسته بې مانا ده.

ښاغلي کابلوف وروسته تر هغه دغه څرګندونې کړي چې افغان حکومت د شاوخوا ۵۹۰ طالب زندانیانو د خلاصون سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې یاد زندانیان په اخلاقي او جنايي جرمونو کې لاس لري.

طالبانو بیا ویلي چې افغان حکومت په دې او نورو ورته بهانو د سولې پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي او نه غواړي چې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

1 COMMENT

  1. له موره میره مهربانه شوه.
    د کابلوف له خوا د افغانستان په کورنیو چارو کې بېځایه او ښکاره مداخله .
    د کابلوف خبرې د افغانانو په خیر ندي . که بندیان له خبرو او مذاکرو مخکې آزاد نشي ، وروسته هم خلاصېدای شي . مګر جنګ او جګړه د وراني او زیاتو انساني تلفاتو عامل کېدای شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب