تاند ( سه شنبه، د سرطان ۳۱) تاجکستاني رسنۍ وایي، پلازمېنه دوشنبه کې ولسمشر امام علي رحمان د لوبو ستر لوبغالی پرانيسته.
د یاد هیواد ملي تلویزیون خبر ورکړی، چې له دې وروسته به په دغه لوبغالي کې په رسمي ډول لوبې ترسره کیږي.
سرچینه وایي، چې دا ستر لوبغالي د ۱۲۰ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت په ډیر اساسي بڼه رغول شوی دی.
د یادونې ده، چې کورونا ویروس د نورو برخو ترڅنګ د لوبو برخه هم ډيره اغیزمنه کړه.
د یادې ناروغۍ له امله په نړۍ کې د لوبو بېلابېلې ترسره کېدونکې سیالۍ درول شوې وې خو اوس یوڅه حالت بېرته د عادي کیدو پر لور روان دی.