Homeخبرونهپروان کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې

پروان کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې

تاند (سه شنبه، د سرطان ۳۱) په پروان ولایت کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر مینځ نښته کې ۲۱ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي طالبانو تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د سیاه ګرد او شینوارو ولسوالۍ په امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې تر نن سهار ۳:۳۰ بجو نښتې دوام درلود.

د پروان د والي ویانده وحیده شهکار وايي چې په دغو نښتو کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د شهکار په خبره په یاده نښته کې د پروان لپاره د طالبانو د نوموتي والي د کورنۍ د یوه غړي په ګډون د یادې ډلې ۷ غړي وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

همدارنګه د پروان په شینوارو ولسوالۍ د طالبانو د برید په پایله کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...