Homeخبرونهامنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو پلان جوړونکی نیولی

امنیتي ځواکونو د طالبانو د بریدونو پلان جوړونکی نیولی

تاند (دوشنبه، د سرطان ۳۰) د ملي دفاع وزرات خبر ورکوي چې د طالبانو د بریدونو پلان جوړونکی یې نیولی.

د ملي دفاع وزارت وايي امنیتي ځواکونو یې د کابل د قره باغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د بریدونو پلان جوړونکی نیولی دی.

د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان وايي چې د طالبانو دغه لوړ رتبه غړی یې تېره شپه د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

امان وايي د طالبانو دغه نیول شوی کس بریالی نومېږي.

نوموړي زیاته کړې چې بریالی په قره باغ ولسوالۍ کې د طالبانو د «تروریستي او تخریبي» کړنو مسؤل دی.

فواد امان دغه راز وايي د «۱۱۱» فرقې امنیتي ځواکونو بریالی د باغ علم په مربوطاتو کې نیولی دی.

د هغه په ​​وینا، بریالی د قره باغ ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال جمیل ورور و.

طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...