Homeخبرونهافغانستان: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د قرنطین په ورځو...

افغانستان: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه د قرنطین په ورځو کې نوره هم لوړه شوي ده

تاند(دوشنبه، د سرطان ۳۰) د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ښځو چارو وزارت، لوی څارنوالۍ او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون نن سهار یوه ګډه خبري ناسته ترسره کړه.

یاده خبري ناسته د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتر یخوالي په اړه د حکومت په رسنیو مرکز کې جوړه شوې وه.

د ګډون کوونکو ادارو لخوا د ورکړل شويو معلوماتو له مخې ، په هيواد کې د ښځو پروړاندې د تاوتريخوالي ثبت، کمښت او د زياتوالی څرنګوالی بيلابيلې شميرې ښودل شوې، خو هغه څه چې ارقام ښيي د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو په وړاندې دتاوتريخوالي کمښت دی.

د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او مسلکي چارو مرستیالې سپوږمۍ وردګ، د سږکال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تاوتریخوالي کمیدو اصلي لامل قرنطین، د خدماتي ادارتو کاري رژیم او د قضایاوو په حل کې د برخه اخیستونکو اداراتو بریالی فعالیت بیانوي.

بل پلو لویه څارنوالي او د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي د تاوتریخوالي د منعې څارنوالۍ رامنځته کول، خصوصي بنسټونه او ښځو ته د هغوې حقونو په اړه پوهاوی ورکول په دې برخه کې موثر ثابت شوي او تاوتریخوالی کم شوی.

په ځینو مواردو کې په ځینو ولایتونو کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي اقتصادي کمزورتیا، د دندو نشتون، فقر او د دولت د حاکمیت ضعف او د زورواکو مداخله هم بلل شوې ده.

یادو بنسټونو د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي د ډیریدو په اړه، هغه چې د وژنې، ځان سوځونې، اعدام او نورو قضایاو لامل شوی وي خواشینې څرګنده کړه.

دا خبرې داسې مهال کیږي چې ویل کیږي د افغان ښځو پر وړاندې له عامه پوهاوي سره سره اوس هم د تاوتریخوالي ګڼ ګواښونه موجود دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...