Homeخبرونهطالبان وايي په خپلو نفوذي سیمو کې د امنیت د تامین لپاره...

طالبان وايي په خپلو نفوذي سیمو کې د امنیت د تامین لپاره له موټرونو پیسې اخلي

تاند (دوشنبه، د سرطان، ۳۰) طالبانو د موټر چلوونکو هغه ادعاوې چې ګوندې دوی ترې پیسې اخلي منلې دي.

طالبانو منلي چې په خپلو نفوذي سیمو کې له تېرېدونکو موټرونو پیسې اخلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي د هغو موټرونو چې ددوی تر واک لاندې سیمو کې تګ راتګ کوي د امنیت د تامین په بدل کې ترې یوه اندازه پیسې اخیستل کېږي.

مجاهد وروسته تر هغه دغه څرګندونې کړي چې له څو ورځو راهیسې د شمال-کابل پر لویه لاره موټر چلوونکي شکایت کوي چې وسله وال طالبان ترې پیسې اخلي او موټرونه یې د لارې په اوږدو کې درول کېږي.

په ورته مهال د بغلان سیمه ییز چارواکي مني چې طالبان وخت ناوخت د کابل-بغلان په لویه لاره له موټرچلوونکو پیسې اخلي او عام خلک زوروي.

چارواکي زیاتوي چې یوه اونۍ وړاندې طالبانو د چشمه شېر په سیمه کې له موټرونو پیسې اخیستې خو دوی یې په وړاندې عملیات تر سره کړل او طالبان یې په شاه کړل.

د چارواکو په خبره دغه ستونزه اوس حل شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...