دوکتور وریښمین سباوون، ایم ډی، پی ایچ ډی
په تیرو ۱۸ کالونو کی د افغانستان دولت په میلیاردونو ډالره مرستی په روغتیایی سیستم مصرف کړی دی. د روغتیایی سیستم ډیرو ارزونو هم د افغانستان د عامی روغتیا وزارت لاسته راوړنی د ۲۰۰۱ کال په پرتله ډیری لوړی ښی. په دی کی هیڅ شک نشته چی د امکاناتو د نه شتون له امله د طالبانو په وخت کی د روغتیایی خدمتونو پوښښ خوراکم او ټیټ کیفیت لرونکی وه. خو زه چی د هیواد موجوده روغتیایی حالاتو او سیستم ته ګورم، د روغتیایی سیستم په ارزونو چی د میندو، کوچنیانو، او تی خورو د مړینی کچی ډیری زیاتی کمی شوی ښیی، په پایلو می یی شک پیدا شی. یعنی د دوامداره جنګ سره سره د روغتیایی سیستم د رغوونی چاری په دی منتج شوی چی په سرعت سره د مړینو په کچه کی ډیر ټیټوالی راشی، دغه ډول لاس ته راوړنی منطقی نه ښکاری، ممکن د ارزونو پایلی تر سیاسی اثراتو لاندی راغلی وی. په هر صورت، که د مړینو د کچو ټیټوالی حقیقی هم وی، د نوی حکومت د عامی روغتیا وزارت باید د روغتیایی سیستم په ځنو اړخونو فکر وکړی او پروسه یی شاخصونه ورته ترتیب او د لاس ته راوړنو لپاره یی پوره هڅی وکړی ترڅو ولس، نړیواله ټولنه، او هم د دولت رهبری ته حقیقی پیشرفت په ګوته او افغانستان د یوه غښتلی روغتیایی سیستم خاوند شی. غواړم د عامی روغتیا وزارت پاملرنه یو څو ټکو ته راجلب کړم:
الف:روغتیایی خدمتونو ته دسترسی یا فزیکی موجودیت
- په نړیواله سطحه ۱۰۰۰۰ نفوسو لپاره دوه روغتیایی مرکزونه په کاردی؟ افغانستان په کوم وضعیت کی دی؟ د حل لپاره یی څه کول په کار دی؟
- په نړیواله سطحه د ۱۰۰۰۰ نفوسو لپاره لږ تر لږه ۳۰ بستره په کار دی؟ افغانستان په کوم وضعیت کی دی؟ او څه کول په کاردی؟
- د ۱۰۰۰۰ نفوسو لپاره ۲۳ روغتیایی کارمندان (داکتر، نرس، قابله، او د منځنیو طبی زده کړو لرونکی ) په کار دی؟ افغانستان په کوم حالت کی دی؟
- په نړیواله سطحه د ۱۰۰۰ بلاربو ښځو لپاره ۲۵ بستره په کار دی. یوه ښځه ددی حق لری چی د ولادت نه وروسته یوڅو ورځی په روغتون کی بستر پاتی شی. آفغانستان په کوم وضعیت کی دی؟ څرنګه کولای شو موجوده خدمتونه سم کړو؟
- څرنګه کولای شو چی روغتیایی کارمندان په متوازن شکل په ښارونو او لیری پرتو سیمو کی توزیع کړو؟
ب: د موجوده روغتیایی خدمتونو کیفیت یعنی کار ته اماده ګی
- څوه فیصده روغتیایی مرکزونه ۷ اسانتیاوی لری چی عبارت دی له بریښنا، پاکی اوبه، د معاینی لپاره ځانګړی خونی چی د ناروغ محرمتیا خوندی وساتل شی، د حفض الصحی اسانتیاوی د ناروغ او کارمندانو لپاره، د اړیکو وسایل، کمپوتر، انترنت، او ترانسپورت؟
- ایا روغتیایی مرکزونه د خپلی کچی مطابق اساسی وسایل او تجهیزات لری؟ کورونا څخه مو څه زده کړی وکړی؟
- ایا روغتیایی مرکزونه محافظوی او احتیاطی توکی او درمل لری، او هم مو د لابراتوارونو ظرفیت یی په کومه کچه کی دی؟
- د روغتونو د کیفیت د ښه والی لپاره د افغانستان د شرایطو سره سم کومه طرحه شته؟
- د امکان ترحده باید هڅه وشی چی د تخصصی او او فوق التخصصی زده کړو زمینه ځوانو روغتیایی کارمندانو ته برابره شی. له دوستو هیوادو لکه هندوستان، ترکیی، چین او ځنو ګاونډیو او سیمه ایزی هیوادونو څخه باید په دی اړه په لوړه کچه غوښتنه وشی.
ج: ایا د موجوده روغتیایی سیستم پایداره دی؟
که خدای مه کړه بهرنی مرستی کمی او یا بندی شی نو ایا د انجوګانو پواسطه چلیدونکی روغتیایی سیستم به ړنک نه شی؟ نو له دی امله د روغتیا وزارت باید د انجوګانو د روغتیایی خدمتونو په وړاندی کوونه له سره فکر وکړی؟ زما په اند له انجوګانو څخه باید ټول حوزوی، ولایتی، او د ولسوالیو روغتونونه واخستل شی او د عامی روغتیا وزارت یی باید په خپله اداره کړی او هم یی وچلوی. په دی توګه که خدای مه کړه بهرنی مرستی کمی هم شی، نو د روغتونونو چاری به له بحران سره نه مخ کیږی. په دی هکله باید تمویلونکو ته هم قناعت ورکړل شی. په اوسنی وضعیت کی بهتره ده چی یواځی د جامع، بنسټیزو، او فرعی مرکزونواو روغتیایی پوستونو اداره او تنظیم انجوګانو ته پریښودل شی. له بله اړخه، په عامه روغتیایی مرکزونو کی په خاصو ناروغانو باندی باید ډیر کم فیس او یا پرخدمتونو کمه بیه په امتحانی ډول تجربه شی، که پایلی یی ښی وی، باید په تدریجی توګه په ملی کچه عملی شی چی د عامی روغتیا وزارت هم یوڅه عواید لاس ته راوړی او پر خپلو پښو ودریږی.
د: د خصوصی سکتور کنترول
خصوصی سکتور د هیواد په ډیرو برخو کی خپلسری او دولتی نورمونو او ستندردونه په پام کی نه نیسی. د خصوصی سکتور خدمتونه او توزیع یی خاصو ریفورمونو ته اړتیا لری. له بل پلوه بی کیفیته درمل چی ډیری یی د خصوصی سکتور له خوا برابریږی، د هیواد په روغتیایی سیستم د خلکو باور کم کړی دی. د افغانستان د عامی روغتیا وزارت باید ددی وړتیا ولری چی بی کیفیته درمل معلوم او واردونکی یی د قانون منګلو ته وسپاری.
له بله اړخه خصوصی سکتور له تعدیل او ریفورمونو سره باید د درملو او اساسی توکو تولید کی پانګونی ته وهڅول شی او ددولت له خوا ورته زمینه برابره شی.
ه: روڼتیا او شفافیت رامنځته کوونه
په دی اواخرو کی د روڼتیا له امله د عامی روغتیا وزارت حیثیت او باور له منځه تللی دی، نو له دی امله دا وزارت باید د فساد له منځه وړنی لپاره کوټلی او زړور ګامونه واخلی، ترڅو د وزارت حیثیت بیرته اعاده شی، او په روغتیایی سیستم د خلکو باور پیدا شی. مفسد کارمندان او ګروپونه په ګوته او له سیستم څخه لیری کړی او هم ګمارنی د لیاقت او وړتیا پربنسټ ترسره کړی. د شفافیت لپاره باید ځانګړی معیارونه، شاخصونه، او میتودونه په کار واچول شی.
که د روغتیا وزارت په خپله کاری موده کی موثرو روغتیایی خدمتونو ته دسترسی زیات کړی، شفافیت رامنځته کړی او روغتیایی مرستی په سمه توګه مصرف کړی، او هم د نتایجو پرځای ډیره پاملرنه د کاری پروسی سمون او تخنیکی اړخونو ته وکړی، لیری نه ده چی خپل بایللی باور بیرته خپل کړی.
ومن الله توفیق
https://www.archive.taand.com/main/?p=149473
سلام
څرنګه کولای شو چی روغتیایی کارمندان په متوازن شکل په ښارونو او لیری پرتو سیمو کی ۱-توزیع کړو؟
۲ -حفض الصحی
۳ -او او
۴-وړاندی کوونه
۵-انجو
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــ
بلاربه نه بلکې حامله /یا امیدواره چې عام خلک یې امیندواره هم بولی
۱ وګومارو
۲ حفظ الصحی
۳ او
۴-وړاندې کونه
۵- ان،جی،او/انجی او
مسلکی عامه روغتیایی سیستم د ولس اوحکومت پرګټه دی حتی حکومت سر ه په اقتصادی برخو کې مرسته کولای شی. موږ له بې خایه سیالو باید راووځو . پلمې او بهانې نورې برېږدو ستا لیکنه جالب اړخونه لری نړیواله روغتیا یی سطحه خو لا نه ددریمې نړۍ په معیار هم د منلو وړ ده.
ان جی او ګانې چې له لیوانو هم بدترې دی سم روغتیایی سیستم د هغو اختلاس مهارولی شی که حکومت واقعا د لېوانو مخنیوی غواړی. زموږ دټولنې بد مرغی داده چې دسترګو ډاکتر اوس یو بېسوادپخوانی ټپوس مارشال سینګاروی.
سباوون صاحب! سلام او کور مو ودان چی د افغانستنا د روغتیایی سیستم په هکله مو لیکنه کړی ده او د خپل اولس سره مینه او غمشریکي لري. د روغتیایی سیستم چی دوه برخی لری او په عین حال کی دیو بل سره په اساسی ډول تړون هم لری. د ابتدایی روغتیایی سیستم سره لکه چی تاسو ورته اشاره کړی ده , جهانی ټولنې د نړۍ د روغتیایی سازمان او یونسیف له لیاری زیاتی مرستی شوی دی او اثرات یی هم لیدل کیږی خو دا چی د هر ډالر د مصرف نه څومره فایده اخستل شوی ده هغه بل سوال دی.د افغانستان د ټولو ولایتونو روغتیایی خدمات د ان جی او ګانو لخوا په مخ ځی او صرف د پروان او پنجشیر ولایتونه د پیلوټ په شکل د وزارت له خوا په مخ ځی.عین بودجه د نفوس او نورو معیارونو په اساس ټولو ته ورکول کیږی خو د کار نتجه د ددی دوه ولایتونو د ټولو نورو ولایتونو نه کمزورې ده ,چی البته د بامیان ولایت چی دی اغا خان د ان جی او سره دی هم د د دوه ذکر شوو ولایتونو په قطار کی راځی. دا پدی معنی چی په عین مصرف د ان جی او نه د وزارت خدمات کمزوري دی او علت یی د غلا او خیانت نه بل شی نه شی کیدای. باور به مو ونه شی چی د کابل د مرکز روغتونونه د زونونو د روغتونونو نه په کمزوری حالت کی دی او دی هغی دوه علته دی ؛ یو دا چی جهانی ټولنه د تخصصی شفاخانو سره کومک نه کوی او چی کومک شوی هم دی نو د هغه شل فیصده شاید خپل ځای ته رسیدلی وی؛ د شل زره ډالرو د ماشین په ځای د پنځه زرو ماشین اخلی, د روغتون د ګرمولو لپاره د سونګ موادو, د مریض ډوډې , دوا اونورو شیانو پیسي د وزیر نه تر رییس د شفاخانی پوری تقسیمیږی. د منطقی د هیوادونو نه په بیه اخستل شوی اسناد د رشوت په مقابل کی د تخصص په سویه منل کیږی او د معتبرو اسنادو د منلو لپاره د رشوت غوښتنه کیږی او که رشوت ورنه کړی په کال کی یی هم کار نه خلاصیږی. د شخصی روغتونونو د کیفیت کنترول نشته, د لویو ښارونو په هره دریم سرک کی روغتون او د طب پوهنځي خلاص شوی او داسی پوهنځي هم شته چه روغتون نه لری او نه یی محصل مریض ته لاس رسی لری. د عامی روغتیا کوړ پوړی مامورین د مافایایی کړیو سره په شخصی روغتونونو کی شراکت لری. خالصه دا چی تر هغه چی په روغتیا وزارت کی د غلا, رشوت او زورواکی د ورکولو په هکله جدی اقدام ونه شی نو دا مشکل به لکه چی دی اخرو اتلس کلونو کی حل نه شو همداسی ادامه پیدا کړی. اګر چی زه د نورو سکتورنو سره بلدیت نه لرم خو فکر کیږی چی هلته هم شاید دا رنګه ستونځی موجودی وی. دا ستونځي باید حل شی او دا د ټولو وطندوستو افغانانو که په داخل او یا خارج کی دی , فرض دی چی سره لاس یو کړی او هر یو د خپلو امکاناتو او وړتیا په تناسب لاس په کار شی. دا کار په انفرادی ډول مشکل دی خو که منظم شوو نو هر کار ممکن دی.