یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهولسي جرګې د ملي دسترخوان پروګرام مخالفت وکړ

ولسي جرګې د ملي دسترخوان پروګرام مخالفت وکړ

تاند(دوشنبه، د سرطان ۳۰) ولسي جرګې د حکومت له لوري د ملي دسترخوان په نامه له اړمنو سره د مرستې له پروګرام سره مخالفت کړی دی.

په یاده جرګه کې د خلکو یو شمېر استازو د نن ورځې په عمومي غونډه کې ویلي، دا پروګرام شفاف نه دی او پلي کېدل به یې یو ځل بیا پراخ فساد ته لار هواره کړي.

د ولسي جرګې د بودجې او مالي کمیسیون رییس میر افغان صافي ویلي، د دغه پروګرام پیلول له ملت سره ستره جفا ده او دوی له مالیې وزارت څخه جدي غوښتنه کوي چې له هر ډول جوړجاړي دې لاس پر سر او دا پروګرام دې نه پلی کوي.

هغه ګواښ کړی دی چې که دا پروګرام د ملي شورا له مشورې پرته پیل شي په راتلونکي کې به یې مسوولیت د حکومت پر غاړه وي، خو حکومت بیا وایي دا پروګرام د بې وزلو لپاره پیلوي او ټول یې باید د ښه پلیتابه لپاره هڅې وکړي.

د وچې ډوډۍ په وېش کې د فساد راپورونه او ۹۰ سلنه وګړو ته د “ملي دسترخوان” مرستې پیلېدل

3 COMMENTS

  1. که مشر غل وی کشر غل وی دا فیصلی دغلو د غلا به څوک کوینه
    بعضو خلکو ایمان وجدان حلال او خرام درواغ او رشتیا هر سه هیر کړی دی۰
    دا ولی۰مرګ مو هیر دی دمخشر د پوښتنی کو م تشویش نشته
    راشی د انسانیت په نامه د بی وزلو لاس نیوی وکړو۰

    کوم دی چه وایی بنیادم اعضای یک دیګر اند۰

    مننه

  2. فکر نه کوم چې بېوزلو هېوادوالو سره چا مرسته وکړه ، دوی د خپل چور او تالان لپاره بله عایداتي لاره پرانیزي .
    که رښتیا مو په بېوزلانو زړه خوږیږي ، هغوی ته د کار زمینه برابره کړی او د خپل حلال کار په مقابل کې منظم او کاپي معاش ورته حواله کړئ.

  3. جوړ تازه.
    دیوالونو جوړولو کی ،کرونا پیسی وینتالاتورونه،په زرګونو نوری غلاګانی،
    په اسلام تجارت،اوس نوی غلا کولو ته ملی دسترخوان په نوم چل ول

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب