Homeخبرونههرات کې د انګورو سږني حاصلات یوولس سلنه زیات شوي دي

هرات کې د انګورو سږني حاصلات یوولس سلنه زیات شوي دي

تاند(شنبه،دسرطان۲۸) د هرات کرنې ریاست مسولان وايي دوی به په روان کال کې د دې ولایت بڼونو څخه ۱۴۰ زره متریکه ټنه انګور ترلاسه کړي.

سرچینه وایې دا ارقام د تیر کال په پرتله یولس سلنه زیاتوالی ښیي.

ددې ولایت د کرنې ریاست مسوولین وړاندوینه کوي، چې  سږکال به دوی ددې ولایت د انګورو بڼونو څخه یې یو سلو څلویښت زره متریکه ټنه انګور ترلاسه کیږي.

په ورته مهال سیمه ایز چارواکي هم وايي چې هېواد څخه بهر ددې مېوو د صادراتو استولو په لټه کې دي.  هرات د اتلس هکتاره انګورو بڼ سره،په هیواد کې د دې میوې یو له عمده وړاندې تولیدوونکو څخه شمیرل کیږي.

بڼوال هم د دې سربیره، چې په روان کال کې د خپلو حاصلاتو زیاتوالي څخه خوښ دي خو د بازار نشتون له امله اندیښنه لري او دغه راز  پر وخت له هیواد بهر ته د خپلو صادراتو لپاره د آسانتیا برابرولو باندې ټینګار لري.

سیمه ییز چارواکي هم وایي هڅه کوي چې په بهر کې د افغانستان سفارت خونو له لارې،د کرنیزو محصولاتو صادراتو لپاره زمینه برابره کړي.

د یادولو ده چې په هرات کې د انجیل،ګذره،اوبه،پشتون زرغون او زنده جان،د هغو ولسوالیو له ډلې دي چې تر ټولو زیات او باکیفیته انګور بازار ته وړاندې کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...