Homeخبرونهملګرو ملتونو دپاکستاني طالبانو دمشرنوم تورلېست کې شامل کړ

ملګرو ملتونو دپاکستاني طالبانو دمشرنوم تورلېست کې شامل کړ

تاند ( شنبه، دسرطان ۲۸) د ملګرو ملتونو امنيت شورا پاکستان کې د طالبانو پر مشر نوي بندیزونه ولګول.

د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو د پاکستاني طالبانو مشرمحسود نوم په تورلېست کې شامل کړ.

سرچینې وایي په یاد لېست کې له دې وړاندې د القاعده او اسلامي دولت نومې ډلې د مشرانو نومونه هم شامل کړای شوي دي.

تر دې يو کال وړاندې د پاکستان د طالبانو د مشر نوم  هم د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې لیکل شوی وو.

ملګري ملتونه وايي په اوسني نوملړکې د پاکستاني طالبانو دمشر د نوم شاملیدو سره د نوموړي شتمني هم کنګل شوې ده او زیاتوي دغه بندیزونه په فردي او تنظیمي کچه پر نوموړي لګول شوي دي.

د معلوماتوله مخې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې اوسمهال ۲۶۱ کسان او ۸۹ ډلې شامل دي.

د پاکستان حکومت هم په یوه اعلامیه کې د دې پرېکړې هرکلی او ملاتړ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...