Homeخبرونهروسیه کې د کورونا ضد درملو پایله بریالۍ ثابته شوې

روسیه کې د کورونا ضد درملو پایله بریالۍ ثابته شوې

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) د کرملین ویاند په دې هېواد کې دکورونا ضد درملو د بریالیتوب خبر ورکړی دی.

دیمیتري پسکوف تېره ورځ رسنیو ته ویلي، چې روسیه کې د کورونا ویروس ضد درملو په اړه وروستۍ څېړنې بریالۍ ثابتې شوي او پایله یې هم بریالۍ ده.

هغه زیاته کړې، چې له دې پایلې وروسته دا څرګندیږي، چې مسکو د کورونا ضد واکسین تولید ته ډیره نږدې شوې ده.

پسکوف د دې واکسین بریالۍ ازموینې او غوښتونکو ته په اشارې زیاته کړې، چې روغتیا پالان به له یو شمېر نورو څېړنو او پوره ډاډ وروسته د دې واکسین په تولید پيل کوي.

روسیي چارواکي وایي ، که څه هم په دې هيواد دکورونا دویمه څپه راغلې خو بیاهم پيښې مخ به کمېدو دي.

روسیه د نړۍ یو له هغو هیوادونو وو ، چې د کورونا راتګ سره يې پر خلکو کلک بندیزونه ولګول او ماتوونکو سره یې سخت قانوني چلند وښود.

ډیری په دې باور دي، چې په روسیه کې د پیښو د کمیدو ستر لامل د حکومت کلک بندیزونه دي.

له دې وړندې امریکا متحده ایالت اعلان کړی وو چې د کورونا ضد درملو یې ښه پایله ورکړې او ژر به یې نړۍ ته هم وړاندې کړي.

د جرمني څېړونکي وايي، ماشومان لویانو ته کورونا نه لېږدوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...