جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeکلتورسینمااېشوریا رای دکورونا ناروغۍ له امله روغتون کې بسترشوه

اېشوریا رای دکورونا ناروغۍ له امله روغتون کې بسترشوه

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۸) د هند د سینما وتلې ستورې اېشوریا رای بچن او لور یې تېره اونۍ په کورونا ویروس اخته شوي وو.

هندي رسنۍ وایي دوی نن روغتون ته لیږدول شوي او هلته بستر شوي دي.

سرچینې وایي، د دوی روغتیايي حالت ښه دی او د ښې درملنې په خاطر روغتون ته ولیږدول شول.

له اېشوریا رای بچن وړاندې یې خسر امیتاب بچن او مېړه یې ابیشېک بچن هم د کورونا ویروس له امله روغتون کې بستر شوي وه.

هند هم د نړۍ د هغو هیوادونو په کتار کې راځي، چې کورونا ویروس ډیره وځپله او اوسمهال په کې په زرګونه کسان اخته دي.

د جان هاپکنس پوهنتون د معلوماتو له مخې نړۍ کې په کورونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴ میلیونه ۴۹ زره او ۲۰۷ ته رسېدلى دی.

تر دې مهاله نړۍ کې ۶۰۱ زره ۴۹۴ تنه د کرونا ویروس له امله مړه شوي او اووه میلیونه ۸۵۶ زره ۴۰۵ تنه نور رغیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب