جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان کې د مذهبي لږکیو ژوند سخت شوی

پاکستان کې د مذهبي لږکیو ژوند سخت شوی

تاند (شنبه، د سرطان ۲۸) په پاکستان کې د مذهبي لږکیو د ژوند خرابیدونکي شرایطو په اړه اندیښنې راولاړې شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو فعالین وايي چې مذهبي لږکیو لکه غیر مسلمانان ، عیسویان او هندوان په مکرر ډول وهل کیږي او د دوی له حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونه کیږي.

په وروستۍ پېښه کې، د پاکستان په یوه مسلمه سیمه کې یو عیسوی سړی د کور کرایه کولو په خاطر ووژل شو. او ورسره یې په اسلام آباد کې د مندر جوړولو مخه ونيوله.

همدارنګه د مسلمانانو له خوا په ختیځ پنجاب کې یو بل مسیحي د خپلې مېرمنې او دولس کلن زوی سره یو ځای پدې خاطر ووهل شول چې یاده سیمه پرېږدي.

د تحریک انصاف ګوند غړی او د پاکستان په پارلمان کې د هندو لږکیو نماینده لال مالحي وویل: «موږ باید وتوانیږو چې یوځای شو ځکه چې موږ پاکستانیان یو او د لږه کیو په توګه موږ له اوږدې مودې راهیسې له ورته مسایلو سره مخ یو.»

پاکستان په مجموع کې ۲۱۲ میلیونه نفوس لري چې لس سلنه یې غیر مسلم په ځانګړي ډول هندوان او مسیحیان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب