جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د بندیانو تبادلې بهیر پر بشپړولو ټینګار وکړ

امریکا د بندیانو تبادلې بهیر پر بشپړولو ټینګار وکړ

تاند( شنبه، د سرطان ۲۸) د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) قوماندان وايي، چې د افغانستان او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله باید هرڅومره ژر چې ممکن وي پای ته ورسیږي.

د منځني ختیځ خبري اژانس په وینا، جنرال کنت فرانک مکنزي له امریکايي رسنیو سره په مرکه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادلې بشپړولو پر اړتیا ټینګار وکړ.

د امریکا متحده ایالاتو ملي راډیو د راپور لت مخې جنرال مکنزي، له افغان مشرانو سره له کتنې وروسته؛ وویل، چې د بندیانو د تبادلې د پروسې پای به د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو د پیل لپاره لاره هواره کړي.

هغه ټینګار وکړ چې دغه پروسه باید ډیر ژر پای ته ورسیږي.

جنرال مکنزي د تیرې سه شنبې په ورځ په کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سره ولیدل

هغه د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل چې دا افغانستان به بیا هیڅکله د تروریستانو خوندي ځای نه وي.

د متحده ایالاتو سره په تړون کې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو تبادله، چې د تیر کال په مارچ کې لاسلیک شوې وه؛ مګر لاهم هغه ژمنې بشپړ شوي نه دي.

تړون کې یاده شوې وه چې د افغانستان حکومت به تر ۵۰۰۰ پورې بندیان او طالبان شاوخوا د ۱۰۰۰ افغان زندانیانو په بدل کې خوشې کړي.

په عین وخت کې، د بین الافغانی ناستې شرایط لاهم روښانه نه دي او د هیواد په ډیرو برخو کې د طالبانو تاوتریخوالی ډیر شوی.

امریکا د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د بندیانو تبادلې پروسې بشپړولو په اړه دا خبرې را څرګندې شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب