جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهمصري عالم: په شرعي لحاظ ایا صوفیه په جومات بدلول جواز نه...

مصري عالم: په شرعي لحاظ ایا صوفیه په جومات بدلول جواز نه لري

تاند (شنبه د سرطان ۲۸) مصر مفتي: په شرعي لحاظ د آیا صوفیه په جومات بدلول جواز نلري ځکه اسلام د نورو دینونو او مذهبونو د ساتنې امر کړی دی.

د مصر مفتي شوقي علام  په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي پیغمبر (ص) تل په جنګونو کې نصیحت کړی چې معبدونه باید له منځه لاړ نشي او راهبان یې ونه وژل شي.

هغه په خپلو خبرو کې ویلي د تاریخ په اوږدو کې په مصر کې تر اوسه هیڅ کلیسا په مسجد او نه کوم مسجد په کلیسا بدله شوې ده.

هغه وايي پیغمبر (ص) د هغو بتانو چې عبادت او ساتنه یې نه کېده د ورانولو حکم نه دی کړی.

دغه مصري عالم ویلي عبادتځایونه د عقیدوي ځانګړتیاوې لري چې انسان پرې له عقیدوي پلوه باور لري، باید هغوی ته درناوی وشي او په ساتنه کې یې رغنده رول ولوبول شي.

که څه هم د رجب طیب اردوغان دغه اقدام یو شمېر مسلمانانو وستایه، خو ډېرو یې مخالفت څرګند کړ.

د ملګروملتو (یونسکو) او د اروپایي ټولنې اتحادیې غړو هېوادونو د هغه له دې پرېکړې سره مخالفت ښکاره کړ او له نوموړي یې وغوښتل چې خپله پرېکړه بېرته واخلي.

پر جومات د ایاصوفیې موزیم د ودانۍ پر بدلېدو د پاپ فرانسیس خپګان

په ورته وخت کې د نړۍ د کلیساوو ټولنې له ولسمشر اردوغان غوښتي چې په دې اړه خپله کړې پرېکړه بېرته واخلي.‌

په استانبول کې د نړۍ د ارتودکس مسیحیانو روحاني مشر دا پرېکړه ډېره خواشینوونکې بللې ده.

1 COMMENT

  1. شوقی علام دمحمد السیسی ویندوی ده او محمد السیسی هغه ظالم مرتد دی چی دمصر مسلمان ملت په میدان تحریر کی قتل عام کړ. آیاصوفیه له جومات نه موزیم شوی وو او له موزیم نه بیرته جومات شوو. دغه جاهل عالم یا تر فشار لاندی عالم دا له یاد ویستلی چی ترکیه یو اسلامی ملک دی او حکومت حق لری چی په خپله تر تسلط لاندی ځمکی کی لارمی تصامیم ونیسی. که چیرته داخبره وی نو ولی په اندولیسه کی چی په زرکونه جومات نو تخریب شوول ولی یو هم ترنن بیرته احیا نشو، په یونان کی په تیرو څو کلونو کی یو زیات تعداد جوماتونه وران شول، او دعثمانی خلافت دتاریخی آثارو له لمنځ وړول کمپاین په شدت سره روان کړی. ولی څوک دهغه پو ښتنه نه کوی دغه شوقی کاکا ولی ددغو مواردو په هکله پته خوله پاتی دی؟ دعیسویان کلیسا مشر هم دتمساح وښکی توی کړی او ددغه تصمیم مخالفت یی کړی. چی هیڅ توجیع نه لری، چون جومات په موزیم تبدیل شوی وو او دترکیه محکمی دغه امر غیر قانونی بللی وو او دهغه درجعت امر یی ورکړ. له شوقی اعلام نه به انشاالله دقیامت په ورځی ددغه غلط عمدی تعبیر په هکله ورنه پوشتنه وشی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب