شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې د لشکر اسلام په نوم د وسله والې ډلې ۹...

ننګرهار کې د لشکر اسلام په نوم د وسله والې ډلې ۹ غړي وژل شوي

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۲۶) د ننګرهار ولایتي چارواکي وایي د دې ولایت په نازیانو ولسوالۍ کې د لشکر اسلام په نوم د دولت ضد ډلې ۹ غړي وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي دا کسان تېره شبه د نازیانو ولسوالۍ سپين ژۍ سیمه کې د ماینونو د جوړولو پرمهال وژل شوي دي.

خوږیاڼی زیاتوي پر یادو کسانو دماین جوړولو پرمهال خپل ماین چاودلی دی.

نوموړی وایي وژل شویو کسانو کې بهرني څوک شتون نه لري.

تر اوسه د لشکر اسلام ډلې په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د ننګرهار په نازیانو ولسوالۍ کې د لشکراسلام ترڅنګ داعش او طالب وسله وال هم فعالیت لري خو ځایي خلک وایي اوس یې فعالیت ډیر کمزوری دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب