پاکستان به ولې په افغانستان کې د لاسوهنو او له ډیورنډ کرښې سره پر نږدې سیمو د درنو وسلو له ډزو او له خط څخه دې خواته د راتیریدلو لاس اخلي؟
هغوی وايي:
«تاسو په خپل منځ کې جګړې وکړئ، خپل هیواد مو ویجاړ کړئ، یو او بل ته ښکنځلې وکړئ، موږ به هم خپل کار کوو.»
کله چې په خپلو کې سره جوړ نه یاست، په یو بل پسې مو رااخیستې ده، اول په خپلو کې موجوده ستونزې حل کړئ، زما سره حساب کتاب وروسته وکړه.
پاکستان دا هم وايي:
«ایا له یاده مو وتلي دي چې د سردار محمد داودخان پر ضد مو څنګه وجنګولئ؟ لکه چې حافظه مو کمزورې ده، نورمحمد تره کي او حفیظ الله امین مو څنګه درته په څو ورځو کې د اسلام له دایرې بیرون کړل؟ د کارمل پر ضد خو موږ ته چندان اړتیا نه وه ځکه چې له بهرنیانو سره په جګړه کې خو تاسو بې له هغې مېړني یاست، موږ یوازې د پلونو، سړکونو او نورو ملي پروژو د ورانولو ادرسونه درکول. د ټولو هیوادونو سره زموږ اړیکې که په پاکستان کې پوځي اډې هم وي د دوستۍ اړيکې دي، خو تاسو له پاره اجازه نه شته. ځکه زموږ له پاره روا او ستاسو له پاره کفر دی.»
د نجیب الله پر ضد خو جګړه بېخي ضروري وه ځکه هغه خو د ملګرو ملتونو پروګرام مانه، خو په هغه کې زموږ ګټه نه وه، ځکه بیا خو د اردو وسلې د پاکستان په بازارونو کې نه کباړ کېدلې.
د مجاهدینو رهبران خو زموږ خپل کسان وو، ځکه زموږ خو له هغوی سره دوستی ډیره پخوانۍ وه. هغوی زموږ په خاطر په افغانستان کې جګړه دوامداره وساتله، له دې سره يې زموږ ارمان چې د افغانستان د ملي بنسټونو ويجاړول وه عملي کړ. دوی هغسې چې موږ غوښتل د افغانستان اساسي پروژې په صفر کې ضرب کړې، ملي اردو یې دړې وړې کړله، اداري سیسټم یې له منځه یووړ او په افغانستان کې یې تربګنیو ته لمن ووهله.
طالبان خو یوازې موږ وروزل، پیسې خو د سعودي وې، وسلې د امریکایانو وې، زموږ په مدرسو کې وروزل شول، موږ ته بد دعا مه کوئ ځکه موږ ورته د دینی سبوقونو او وسلو د یادولو اختیار ورکړی و، خو دوی د سبق پر ځای د وسلو تعلیم خپل کړ. په خپله یې ځانونو ځانمرګو ته تیار کړل، چې تاسې ووژني، ستاسو سرتېري او پولیس ووژني او په دې ډول ځانونه جنتیان کړل.
وروسته خوطالبان او حزب اسلامي تاسو په خپله د بن په کنفرانس کې پرې نه ښودل، موږ مجبور وو چې ځای مو ورکړی وای.
دوی زموږ دوستان او ښه یارا وو، موږ خو خپل دوستان ساتو. تر کرزي صاحب او وروسته خو موږ مجبور یو چې مرسته وکړو، ځکه زموږ ګاونډیان یاست او بهرنیانو پر ضد جګړه د هر افغان دنده ده، زموږ خو ور سره دوستی وه او تاسو له پاره خو هغوی کافران دي.
موږ د جهاد په وخت کې هم ستاسو له رهبرانو سره مرسته کړې وه، دوی ته مو پناه ورکړې وه، هغه کار له طالبانو سره هم کوو، چې دواړو د بهرنیانو پرضد جګړه خپل ماموریت ټاکلی و.
وايي:
«خدای مو له دې هم بد تره کړه. دعا درته کوو، ځکه زموږ ښه ګاونډي یاست.»
پاکستان وايي موږ اړتیا نه لرو په افغانستان کې د خپلو اهدافو پوره کولو لپاره جنرال باجوه، حمید ګل او یا هم فیض حمید له وسلې او مهماتو سره درولېږو، بلکې داسې افغانان شته چې د دغو پاکستاني سیاستوالو په یوه اشاره تر خپل سر هم تېر دي او په افغانستان کې هر ډول ورانۍ ته تیار دي.
سلامونه ښاغلی جنرال صیب وزیری !
هیله ده چی د روغتیا په جامه کې اوسی. ستاسو په دی مقاله کې می یو موضوع روښانه ولیدل هغه داچی ستاسو نسل او ستاسو مخکی نسل د دی وطن د ویجاړئ او بربادی اصلی مسولین او لاملین دی. ځکه نیم د امپریالیزم او نیم د کمونیزم د پلانونو د تطبیق لپاره ځینی شعوری او ځینی غیر شعوری ځانونه په خپله استخدام کړل!