شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهغني: روانه افغان وژنه غیرانساني او غیر اسلامي عمل دی

غني: روانه افغان وژنه غیرانساني او غیر اسلامي عمل دی

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲۶) ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د خپل لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون له یو شمېر نورو دولتې  چارواکو سره غزني ولایت ته سفر وکړ.

نوموړي غزني کې د یاد ولایت مشرانو، متنفذینو، علماوو، ځوانانو او د بېلابېلو اقشارو استازو سره په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ولسمشر غني دې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، غزني تل زموږ په فکر، زړه او برنامه کې ځای لري.

د غزني بالاحصار او ویجاړ شوی فرهنګي مرکز به د ملي پراختیا شرکت له لوري بیاورغېږي او نور وړاندیزونه به مو امکاناتو ته په پام په برنامو بدل شي.

ولسمشرغني له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د هیوادوالو د امنیت لپاره شپه او ورځ خدمت کوي.

نوموړي د علماوو متفقې فتوا څخه په مننې وویل، د دوی د فتوا پر اساس مو دوه کاله وړاندې اوربند وکړ او نړۍ ته مو ثابته کړه چې د سولې امکان شته.

هغه زیاته کړه، په هیواد کې روانه افغان وژنه غیرانساني او غیر اسلامي عمل دی او د ودرولو لپاره یې باید د اوربند غږ پورته شي.

محمداشرف غني کرونا وبا ته په اشارې وویل، موږ له لومړي سره کرونا جدي وګڼله، په پنځو پړاوونو مو ووېشله او له خلکو سره مو کار او د کرونا پر وړاندې مبارزه وکړه. خلکو ډوډۍ غوښته او د دې لپاره مو د لومړي ځل لپاره وچه ډوډۍ ووېشله.

ولسمشر غني په داسې مهال غزني ته سفر کوي چې نن هم دغه ولایت کې توغندیز بریدونو ۱۴ تنه ټپیان کړي دي.

که څه هم دولتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وویل په دغه ټپیانو کې درې نظامیان، درې ماشومان او نور هم ولسي کسان شامل دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب