شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهلویې څارنوالۍ د نورم او ستندرد ملي ادارې رئیس د فساد په...

لویې څارنوالۍ د نورم او ستندرد ملي ادارې رئیس د فساد په تور نیولی

تاند(پنجشنبه، د سرطان ۲۶) لویه څارنوالي وایي، د نورم او ستنډرډ د ملي ادارې رئیس، د دې ادارې تخنیکي مرستیال او د پروژو مدیر د ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو بډو اخیستلو په تور نیول شوي دي.

دا کسان تیره شپه د یوې خصوصي تصدۍ د شکایت پر اساس نیول شوي دي.

د افغانستان لویه څارنوالي زیاتوي چې اوسمهال د نیول شویو کسانو قضیې ترڅېړنې لاندې دي.

د یادولو ده چې غوښتل شوې پیسې ۲۰۰ زره امریکایي ډالره دي خو د سټندرد ملي ادارې رئیس یوازې د ۱۰۰ زره امریکایي ډالرو په ترلاسه کولو نیول شوی دی.

د لویې څارنوالۍ ویندوی جمشید رسولي رسنیو ته په دې اړه په استولې خبرپاڼه کې لیکلي:

«د نورم او ستندرد د ملي ادارې رییس د لویې څارنوالۍ د شکایتونو د اورېدو ۱۸۰ ټيلیفوني نمبر ته د یوه پانګه وال د تماس او شکایت په اساس، د لویې څارنوالۍ د کنټرول او څار څانګې له خوا تېره شپه د یو لک امریکايي ډالرو بډې اخیستلو پر مهال نیول شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لویې څارنوالۍ له دې وړاندې د متشبثینو او خصوصي سکتور د ملاتړ په خاطر یو ملي کنفرانس جوړ کړی و او د دوی د مشکلاتو د حل لپاره یې مهم پلانونه عملي کړي دي.

د لویې څارنوالۍ مسولانو دغه راز په هیواد کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې له هیوادوالو د مرستې غوښتنه کړې وه.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د مرکزي تفتیش کمېسیون د عامې روغتیا د پخواني وزیر د ممنوع الخروجي غوښتنه کړې ده

د ولسي جرګې غړي: فېروزالدین فېروز ته دې له هېواد څخه د وتو اجازه نه ورکول کېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب