شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeداسې هم شتههکرانو ټویټر کې د امریکا د مشهورو څېرو حسابونه هک کړي دي

هکرانو ټویټر کې د امریکا د مشهورو څېرو حسابونه هک کړي دي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) د امریکا د پخواني ولسمشر بارک اوباما، د مایکرو سافټ کمپنۍ د مشر بیل ګیټس، د امریکا د راتلونکۍ ولسمشرۍ کاندید جوبایډن، د ټسلا کمپنۍ د مشر الن ماسک، د آمازون د بنسټګر جیف بیزوس او یو شمېر نورو مهمو امریکايي ملیاردرانو او شخصیتونو د تویټر حسابونه هک شوي دي.

نامعلومو هکرانو د چهارشنبې په ورځ په ټویټر کې د دغو کسانو د ټویټرپاڼو له هک کیدو وروسته پکې پیغامونه خپاره کړي او له خلکو یې په کې د بیټ کوین (پیسو)غوښتنه کړې ده.

د مایکرو سافټ کمپنۍ د مشر په ټویټر پاڼه لیکل شوي دي” ټول له ما غواړي چې شتمني مې ورته وبخښم اوس یې وخت راغلی، تاسو ۱۰۰۰ ډالر راولیږئ، زه به ۲۰۰۰ ډالر درولیږم”

ویل کیږي چې سلګونه خلک د هکرانو لخوا غولول شوي. ډیری هیک شوي ټویټونه په چټکۍ سره بیرته له منځه وړل شوي دي.

بیل ګیټس ته ورته پیغام د ایلن ماسک په ټویټر پاڼه هم څرګند شوی دی.
د دې خبر له خپرېدو وروسته د ټویټر ونډه په سلو کې ۴ ولوېده. ټویټر ویلي چې له دې موضوع خبر دی او په اړه یې تحقیق کوي.

د ټوټېر بنسټګر او مشر جېک ډورسي ویلي: “ټوېټر کې زموږ تر ټولو بده ورځ وه او پر دې پېښه موږ ټول خپه یو”.
ډورسي وویل چې تحقیقات لا بشپړ شوې نه دي او په خبره یې دا چې دهکر له خوا دا مشهور کسان په نښه شوي حتمي ده چې دوی به داخلي سیستمونو ته لاسرسی درلود.

هغه زیاته کړه چې دوی په دې هڅه کې دي چې هکرانو د جعلي ټویټونو له لیږلو پرته نور کوم معلومات ترلاسه کړي دي.

تېر کال د ټویټر د اجرايي رييس جګ دروسي ټویټرپاڼه هک شوې وه خو وروسته یې وویل چې هغه کمزورتیا یې وموندله چې له کبله یې هکر توانېدلی و چې د ده پاڼه هک کړي.

2 COMMENTS

  1. (هک کړې) اشاره مخاطب ته ده.‌ اول خو دا عنوان باید داسې وای چې ساده ماضي یې ښودله یعنې په (هک کړل) باندې پای ته رسېدلی وای، بیا که بعیده ماضي کارېدله باید چې اول خو یې وروستۍ (یا) سمه وای او دویم دا چې اخر کې یې (دي) راغلی وای. بله دا چې په وروستیو کې ستاسو د وېب سایټ خبریالان د (په) او (د) اضافي حرفونه نه کاروي چې ورسره په جملو کې سکته ګي لیدل کیږي. په هر حال، بریالي اوسئ.

    • احمد صاحب ستاسو انتقاد په ځای دی. باید د (کړي) یا معروفه وای. په عنوانونو کې اضافي حروف د دې لپاره نه کاروي چې عنوان اوږدیږي لیکن که په تقصیل کې که په، د او نور رعایت نه شي، تېروتنه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب