شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهجمهور رئيس غني ۴ مهمو بستونو ته نوي کسان ور وپيژندل

جمهور رئيس غني ۴ مهمو بستونو ته نوي کسان ور وپيژندل

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۲۶) جمهور رئيس محمد اشرف غني په جلا جلا حکمونو کې څلورو مهمو بستونو ته نوي کسان ورپېژندلي دي.

جمهور رئيس د  ۸۹۴ یم نمبرحکم پر اساس محمد داوود ناجي د ملي امنیت شورا دفترکې سیاسي سلاکار ټاکلی او دغه راز یې د ۷۸۷یم نمبر حکم پر اساس ډګرجنرال عبادالله عباد د سترجنرالی په بست کې د ملي امنیت د عالي مشورتي بورډ د دارالانشا رییس ټاکلی دی.

محمد اشرف غني بیا د دې سربیره د ۸۹۳ یم نمبرحکم پر اساس ضیا عاصي د ملي امنیت شورا دفتر د ۷۰۰ ام ریاست د رییس په توګه  او په سیاسي او ولسي چارو کې د ملي امنیت سلاکارۍ لپاره د ۸۷۰یم حکم پر اساس صدیق الله فهیم ټاکلي دی.

سرچینې وایي یادو کسانو له دې وړاندې په لویو اومهمو بستونو دندې ترسره کړې.

جمهور رئيس محمد اشرف غني داسې مهال دا ګمارنې ترسره کوي چې لاهم د کابینې وروستی برخلیک نه دی معلوم او خلک له همدې امله په حکومت نیوکه هم لري.

1 COMMENT

  1. ولسمشره یو وخت دې لیکچرې ورکولې چې څنګه مات او ګوډ دولتونه جوړ او پر ځای کړو، خو په عمل کې دې نن وښوده چې څنګه ګوډ او شل ړوند او کوڼ دولت ته دوام ورکړو، د نیمګړې کابینې لرونکی دولت او سهم الطرفین دولت، دوه سري حکومت والا دولت او فلج شوې ډیپلوماسۍ او متناقضه خارجه پالیسۍ والا دولت – ټول هغه نوښتونه وو، چې د یوویشتمې پیړۍ د دویمې لسیزې په وروستني پړاو کې تا د نړیوال سیستم په سټیج نندارې ته وړاندې کړل . آفرین شه !!
    د خدای لپاره نور دا ملت په احساساتو مه غولوه، پرون زما د ملګري په کور خوا کې د توپ مرمۍ لګیږي، د کور غړي یې په حق رسیږي، ته زمونږ د حقوقو نه ولې دفاع نه شی کولې ؟ چرته ده ستا د بهرنۍ پالیسۍ څرک او د ډيپلوماسۍ دستګاه ، تا د دې مظلوم وُلس غږ واوریده ؟ دلته په سرحدي ولایتونو کې د ولسونو غوښې او وینې دیوالونو پسې نښلي، خلک غوښې او د انسانانو اندامونه د کورونو د بام سرونو نه راغونډه وي، آیا د دوی د حال پوښتنه وکړه ؟
    بس کړه ولسمشره نور دې اغیزمنتوب له منځه تللی دی، همدا دې لاسته راوړنې دي، چې د امریکا تلفات دې کم کړل، هغوی دې خُوندي کړل او زمونږ د اُردو د وینو سیلابونه دې لاهو کړل، دغه امنیتي تړول چې تا امریکا سره سمدستي په پټو سترګو لاسلیک کړ، ته یې نن ارزولی شې، چې څومره د پخو لاندې کیږي ؟ او څومره ریښتیا پلي کیږي؟
    ولې د افغانستان وخت ضایع کوې، نن دې هیواد د یو بُحران کندې په لور روان دی، آیا دا به ستا د بې باکۍ او خپل سري ټیم او مفسده حکومت له آمله نه وي؟
    نن وُلس ته هم دا ته پړ یې او بیا ستا سیاسیون ستا امریکا او ستا ناکامه حکومتولي ستا مفسده چارواکي او وروسته بیا پردي پاله او پنجابي پاله دُښمن ، سفاک او وحشي دښمن !!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب