جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسمتحده ایالت د ټیک ټاک د بندولو ګواښ کړی

متحده ایالت د ټیک ټاک د بندولو ګواښ کړی

تاند( پنج شنبه، د سرطان ۲۶) د سپینې ماڼۍ د عامه اړیکو رییس مایک میډوز خبریالانو ته وویل متحده ایالات به په راتلونکو اونیو کې ټیک ټاک او نور چینایي پروګرامونه بند کړي.

هغه وویل چې څو تنه په ملي امنیت کې په ټیک ټاک، او نورو پرورګامونو کې دخیل دي چې کولی شي ملي امنیت زیانمن کړي او د امریکایی اتباعو په اړه معلومات راټول کړي.

هغه وویل: “دلته کوم مهلت ټاکلی شوی نه دی، مګر زه فکر کوم چې دا به نه اونۍ وي او نه میاشتې».

د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ تیره اونۍ تایید کړه چې د متحده ایالاتو حکومت په متحده ایالاتو کې د ټیک ټاک اپلیکېشن بندیز غواړي.

د هغه په وینا، واشنګټن باور لري چې د کاروونکو شخصي معلومات به چینايي چارواکو ته سپارل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو هم د فاکس نیوز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا ټیک ټاک او د چین د خواله رسنیو نور اپلیکېشنونه بندوي.

د ټیک ټاک اپلیکېشن له ۳ څخه تر ۶۰ ثانیو پورې خورا لنډې ویډیوګانې خپروي چې ډېر خلک یې ویني.

ټیک ټاک د پیکینګ مېشت  بایټ ‌ډانس پورې اړه لري.

د ځینو رسنیو د راپورونو په اساس آمازون مخکې له خپلو کارمندانو څخه غوښتنه کړې وه چې ټیک ټاک له خپلو تلیفونونو څخه لرې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب