جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا د داعش ډلې پر تمویلوونکو بندیز لګولی

امریکا د داعش ډلې پر تمویلوونکو بندیز لګولی

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۲۶) د امریکا متحده ایالت پرهغو شرکتونو او خیریه بنسټونو بندیز لګولی چې د دوی په خبره افغانستان او سوریه کې داعش ډلې ته مالي امکانات برابروي.

د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو په پوه ګډه پرېکړه کې ویلي، چې افغانستان کې یو خیریه بنسټ او په سوریه او عراق کې یې ګڼ شرکتونه تور لېست ته اچولي او ددوی شتمني یې کنګل کړې ده.

سرچینې په خپره کړې اعلامیه کې افغانستان کې د هغه موسسې نوم چې بندیز یې پرې لګولی او تور لیست ته یې شامل کړی موسسه نجات یاد کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ټینګار سره وایي، چې دغه بنسټونو په یادو هېوادونو کې داعش ډلې ته مالي امکانات برابرول.

دوی وایي، موسسه نجات د داعش د خراسان ډلې په استازیتوب په قطر، متحده عربي امارات، عراق او یو شمیر نورو هیوادونو کې مالي ملاتړ کاوه.

داعلامیې پر اساس لومړی به دغه پیسې د بانکي سیستم له طریقه خلیج نه اسیا ته لیږدول کیدو او بیا به د نجات موسسې په جلال اباد کې  د داعش پر مشرانو ویشل.

راپورونه د سرچینې له قوله لیکې چې ډیری عربي هېوادونه هم باید د امریکا ددغه بندیزونو ملاتړ وکړي.

سرچینې ویلي، چې عربي هیوادونه هم باید په لېست کې راغلو بنسټونو او شرکتونو ته په خپلو هېوادونو کې د فعالیت اجازه ور نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

زوی/اجمل پسرلی

ادم/ یونس تنویر