جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeداسې هم شتهساینسجنوبي کوریاهوا تصفیه کوونکي ماسکونه جوړ کړل

جنوبي کوریاهوا تصفیه کوونکي ماسکونه جوړ کړل

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) د جنوبي کوریا ایل جي کمپنۍ وايي، داسې ماسک یې جوړ کړی چې پکی لري او هوا تصفیه کوي.

د کوریاهیرالډ ورځپاڼې د راپور له مخې، ایل جي کمپنۍ د هوا تصفیه کوونکو ماسکونو له جوړولو وروسته د هغو ۲ زره دانې د سیول سرورینس روغتون ته عطیه کړل.

د دې کمپنۍ په ادعا دا ماسکونه، چې دوه (H13HEPA) فلټرونه لري، خپله هوا تصفیه کوي. د دغو ماسکونو فیلټرونه بدلېدای شي.

د ماسک برسېرن پوښ له پلاستیک څخه او داخلي یې له سیلیکان څخه جوړ دی.

د دې ماسک یا الې وزن نژدې ۱۲۰ ګرامه دی او د ډېر وخت لپاره ورڅخه کار اخیستل کېدای شي.

ایل جي کمپنۍ وايي، په دغو ماسکونو کې یې له داسې الیګوریتمونو کار اخیستی چې د هغه د پکیو سرعت تنظیمولی شي او د هوا اندازه هم کنټرولوي.

پکی او نور واړه وسایل، چې په ماسک کې کارول شوي، ماسک ته ډېره هوا داخلوي چې کاروونکی ښه او په اسانه سا وایستل یا واخیستلی شي.

ایل جي وايي چې دا ماسک یې د کوریا پوهنتون د څېړونکو په همکارۍ جوړ کړی دی.

په کوریا او د ختیځې اسیا په هیوادونو کې تر کورونا وړاندې هم ګڼ شمېر خلکو له ماسکه کار اخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب