جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاتمر: هیڅ لوری دې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت نه ضایع...

اتمر: هیڅ لوری دې د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت نه ضایع کوي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) د بهرنیو چارو وزارت وايي سولې ته د رسېدو لپاره له هرې ممکنې لارې ګټه پورته کوي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي د سولې له رامنځته شوي فرصت ملاتړ کوي او په خبره یې سوله د افغان حکومت لومړیتوب ده چې په دې برخه کې به رواني هڅې جاري وساتي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې د سولې په برخه کې ټول حکومت په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت پوره هڅې کوي.

د ښاغلي اتمر په خبره تر اوسه ۱۲ هېوادونو دد افغانانو تر منځ خبرو کوربه توب ته تیاری ښودلی دی، چې دوه یې اروپايي او نور یې د سیمې هیوادونه دي.

د اتمر په خبره هیڅ لوری باید د سولې لپاره رامنځته شوی فرصت ضایع نه کړي او روانې جګړې ته د خبرو پر مټ خاتمه ورکړي.

د هغه په وینا د سولې بهیر او د امریکا او طالبانو تر منځ هوکړه د نړیوالې ټولنې له ملاتړه برخمنه ده او دوی یې عملي کول غواړي.

اتمر وايي د طالبانو د ۵۰۰۰ بندیانو له ډلې یې ۴۴۰۰ بندیان افغان حکومت له خپلو زندانونو خوشې کړي او پاتې ۶۰۰ تنه نور بندیان قانوني ستونزي لري چې له طالبانو یې په بدل کې د بل لیست غوښتنه کړې ده.

خو طالبانو بیا ټینګار کړی چې بل لیست ورته نه سپاري او د همدې لیست له مخې دې طالب بندیان ازاد کړي.

1 COMMENT

  1. ښاغلی اتمر صاحب
    مونږ ته تر هر څه سوله لمړیتوب لری، که سوله نه وی افغانستان ته هر پرمختګ او اقتصاد لیونتوب او ساده توب دی. ځکه که ډاکتر وروزو ډاکتر مو راته دغه جنګ وژنی، همداسی انجنیر، معلم، زده کوونکی، پوهان، علما همداسی مکتبونه، جماعتونه او نور تجارتی، علمی او اجتماعی موسساتو له مینځه وړل کیږی.

    که چیرته ښاغلی اشرف غنی په سولیز او ارام وخت کی ځمونږ ولسمشر وای، نو ځمونږ وطن به په اقتصادی برخه او نورو پرمختګونو کی تر اروپایی هیوادونو هم وړاندی تللی وای، خو افسوس چه د جګړی په وخت کی ځمونږ ولسمشر دی. دهمدی جګړی په ترڅ کی اولسمشر غنی ډیری او بی دریغه اقتصادی هلی ځلی وکړی، خو دغه اقتصادی هلی ځلی واپس په نش حساب شوی، دا ولی دا ځکه ځمونږ په وطن کی جګړه ده.

    بل چه سوله نه وی په دولتی او حکومتی نظام کی ګډوډی وی، وګوری په دغه ګډوډی کی عبدالله، ایشچی مارشال، ربانی، ګلبدین او نورو لنډه غرانو او کوڅه ډبو څه لوبی ونکړی، طالب ناپوهه بیا پر دغوټولو پښه ورواړوله، همداسی ګاونډیان مو په رڼا ورځ دکنړ کلی، کورونه، ماشومان او زنانه راته وژنی.

    اتمر صاحب زما ددغو ټولو تکراری خبرو هدف دادی چه په هر قیمت کیږی مونږ ته په عملی خبرو عملی سوله راولیوی
    بل داچه د امریکا غږ په انترنیتی پاڼه او صفحه می ولوستل چه ښاغلی اتمر وای چه ځنی هیوادونه د طالیبانو د ۶۰۰ بندیانو په خلاصون کی موافق نه دی. زه دغو هیوادونو ته وایم چه امریکایانو او پاکستانیانو هم په دغه جنایتونو او وژنو کی لاس درلود، ولی هغوی ته خو هم څه ووایاست. امریکانو زمونږ بی ګڼاه ملکیان په قصدی ډول وژلی دی، مګر نن چه د هاګ محکمه غږ پورته کوی، امریکا وای زه دغه نړی واړه محکمه نه منم، پنجابیستان د ای اس ای دفتر یا ډله د داعیش څخه هم بدتره ده خو نړیوال خاموشه دی؟، خودنیا زمونږ ۶۰۰ وحشی زندانیانو ته متوجه ده.
    ښاغلی اتمر صاحب که بین الا افغانی خبرو ته زمینه بابریږی، او زمونږ وطن دسولی باعث ګرځی، نو دناپوهه طالیبانو دغه پلمه هم ومنی، او دغه ۶۰۰ ځناور بندیان ورته هم خلاص کړی، لکه څنګه چه مو څه موده مخکی د دغه ځناورو مشران لکه انس حقانی او مالی خان خلاص کړل.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب