شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهامنیتي چارواکي وايي، د طالبانو څو حملې یې تمبولي او نژدې ۶۰...

امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو څو حملې یې تمبولي او نژدې ۶۰ تنه یې وروژلي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) افغان امنیتي چارواکي ادعا کوي چې په کندهار، زابل، ډایکنډي او سرپل ولایتونو کې نژدې ۶۰ وسله وال طالبان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

د افغان امنیتي چارواکو په وینا طالبانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په کندهار کې اوښتې ده. د دوی په وینا ۲۷ طالبان تېره شپه هغه مهال په میوند ولسوالي کې ووژل شول او ۱۶ نور ژوبل شول چې طالبانو د کلانکچې او موشان پر پوستو برید وکړ او له ځوابي بریدونو سره مخامخ شول.

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د دې قول اردو منسوبان همداراز ادعا کوي چې د زابل په شاه جوۍ ولسوالي کې یې د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او ۱۵ تنه طالبان یې وژلي او ۷ نور یې ژوبل کړي دي.

۲۰۵ اتل قول اردو په خپله خبرپاڼه کې وايي، تیره ورځ وسله والو طالبانو د زابل ولایت په میزان او ارغنداب  ولسوالیو کې پر ملي امنيتي او دفاعی ځواکونو بریدونه وکړل چې د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري له ماتې سره مخامخ شول.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې پرون وسله والو طالبانو د دایکندي ولایت د پاتو ولسوالۍ په سرتګاب سیمه کې پر امنيتي او دفاعی ځواکونو بریدونه وکړل چې په لړ کې یې ۱۲ طالبان وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.

اتل قول اردو په یادو نښتو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلو یادونه نه ده کړې.

طالبانو هم تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له بلې خوا د سرپل ولایت چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د یوه قوماندان په شمول ۲۰ تنه طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د دوی په وینا طالبانو د تېرې شپې په یوه بجه له څو خواوو د سرپل – جوزجان د لویې لارې پر پوستو بریدونه وکړل.

د سرپل د والي د ویندوی ذبیح الله اماني په وینا، په دې نښتو کې چې تر سهاره یې دوام وکړ، لږترلږه ۱۰ طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل شوي دي.

اماني وايي چې په دې نښتو کې یو سرتېری وژل شوی او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

افغان چارواکي وايي چې طالبانو د قبرورۍ په ۲۹ له امریکا سره د سولې له موافقې او دې ژمنې سره سره چې تشدد به کموي، تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی.

1 COMMENT

  1. ګرانو وطنوالو او خاص د افغانستان د قهرمان امنیتی دری ګونو قواوو منسوبینو
    دا قبول کړی ترورستان او طالیبان یوه نه اصلاح کیدونکی جنایت کار او وخشی باڼډدی
    هیڅ منطق شعور او اخساس نه لری دا کرایی او اجارهیی قاتلین دی
    د دالرو درهم او کالدارو د حاصلولو لپاره د افغان په وژلو او وطن ورانولو هیڅ ترخم نه لری۰
    «نو ددی وخشیانو په ټکولو وژلو او نابود کولو هیڅ نرمی مه شکاره کوی
    بس نابود کوی ژوند یی ختم کوی چه بندی شی بیا ازادیږی ژوندی یی مه پریږدی۰
    دشمن دشمن دی دشمن نابود کوی مار ژوندی مه پریږدی۰
    د افغان ملی قهرمان ځواکونو د لا پیاوړتیا په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب