شنبه, مې 18, 2024
Homeجنرال وزیريپه بیړه پرېکړه مه کوئ| جنرال دولت وزیري

په بیړه پرېکړه مه کوئ| جنرال دولت وزیري

غوسه مه کوئ، يو او بل ته ښکنځلې هم مه کوئ. که چيرې ښاغلی دوستم صاحب د جنرالۍ، بیا د ډګرجنرالۍ ورپسې د سترجنرالۍ مستحق ګڼل کېږي، بیا د نر غوندې د مارشالۍ لياقت او وړتيا هم لري او مستحق هم دی.

تاسو له خپلو مشرانو هوښيار یاست او که خپلو مشرانو ته درناوی نه لرئ؟

جنرال صاحب دوستم ته بريدجنرالي ببرک کارمل ورکړه، ببرک کارمل ښه پوهېده او که د کارمل پلويان؟

د تورن جنرالۍ رتبه ډاکټر نجیب الله ورکړه. ډاکټر نجيب الله ښه پوهيده او که پلويان يې؟

د ډګر جنرالۍ رتبه او د خالد بن ولید لقب مرحوم صبغت الله مجددي صاحب ور کړه. له مجددي صاحب خو يې پلويان ولاکه هوښيار وي.

د سترجنرالۍ رتبه او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ رتبه په شريکه استاد رباني او ښاغلي کرزي صاحب ورکره، له ښاغلي کرزي صاحب او مجددي صاحب خو يې پلويان ځان هوښيار نه ګڼي.

د جمهوري رياست لومړي مرستيالي او د ستر جنرالۍ رتبه ښاغلي ډاکټر صاحب محمد اشرف غني ورکړه، د نړۍ د دويم متفکر څخه خو يی پلويان فکر نه کوم چی هوښيار وي.

دا خو پرېږدئ، د بهرنيو ځواکونو لوی قوماندان جنرال ميلر خو ليوني نه و چی په شبرغان کې يې د ښاغلي دوستم صاحب پر سينه دوه مډالونه وټومبل.

له دې ټولو مشرانو تاسو هوښیار ياست، که جنرال صاحب دوستم مستحق نه بولئ نو لومړی يې له کارمل را پيل کړئ او پر ډاکټر صاحب محمد اشرف غني يې ختم کړئ.

د جنرال صاحب دوستم څه ګناه ده، چې تاسو ور ته ځان ځوروئ.

زه خو پرې خوشحاله یم او ورته مبارکي وايم.

کله چې د ۱۳۴۵ لمريز کال د کب مياشتې په ۱۵ مه حربي ښوونځي ته راغلم، د حربی لېسې د دروازې په مخ کې په منار لیکل شوي وه:

«پاچا پر ځمکه د خدای پاک سيوری دی\ شاه سایه خدا است در زمین»، او په مازيګر کې به تر تعليم او ورزش وروسته د ملي سرود پر ځای درې ځل په لوړ اواز د بانډو(ميوزيک) سره ویل کیدل:

«عمر دې ډیر شه پاچا، عمر دې ډير شه پاچا، عمر دې ډير شه پاچا.»

کله چی په ۱۳۵۲ لمریز کال د حربي پوهنتون په لومړي ټولګي کې وم، د چنګاښ مياشتې پر ۲۶ تمه شپه د سهار له خوا د جشن له پاره د پوروا په خاطر د جنرال سردار عبدالولي خان له خوا د پوځي پرېټ معاينه وه. موږ باید د جشن سیمې ته ورغلی واي، خو کله چې موږ له خوبه را پاڅيدو، د حربي ښوونځي پر منار او د حربي پوهنتون د قوماندانۍ پر سر «پاچا پر ځمکه د خدای پاک سيوری\ شاه سایه خدا است در زمین» نه وه او په مازيګر کې بیا د (عمر دې دې ډير شه پاچا) پر ځای(مرګ پر شاه) نارې وې.

موږ خو شاه ته سعادت او اوږد عمر غوښته، خو د کاکا زوی او د خور ميړه يې بیا له هيواده وشاړه.

د اسلام په سپيڅلي دین کی (بیړه د شیطان کار بولي)، او د «يوې لحظې غوسه بیا د ټول عمر په بخښنې سره نه تلافي کيږي» ګڼي.

له دې سره «له انتقام اخیستلو څخه بخښنه د لويو او نيکو خلکو کار بولي.»

خدای دی موږ او تاسې له بيړې، غوسې او انتقام اخیستلو څخه وساتي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب