تاند (پنجشنبه، د سرطان ۲۶) ټاکل شوې ایراني پلاوی د هغو موافقو د تطبیق پر لارو چارو خبرې وکړي چې تهران ته د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر سره یې پرې موافقه کړې وه.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي د سیدعباس عراقچي په مشرۍ د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي امنیتي او اقتصادي پلاوی به نن له افغان چارواکو سره د اقتصادي، ټرانزیت، امنیتي او دفاعي کمېټو په ګډو غونډو کې ګډون وکړي
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سیدعباس عراقچي په مشرۍ یو پلاوی تېره ورځ کابل ته رسېدلی او پرون ماښام یې له محمد حنیف اتمر سره وکتل.
دغه پلاوی داسې مهال کابل ته سفر کوي چې څه موده وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر تهران ته سفر کړی و او هلته یې له ایراني چارواکو سره موافقه کړې وه چې د درېیوو میاشتو په اوږدو کې به د هر اړخیزو همکاریو یو سند لاسلیک کوي چې له مخې به یې په ایران کې ټول مېشت افغان کډوال د اوسېدو کارتونه ترلاسه کړي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د افغان کډوالو په سر اړیکې ترینګلې شوي دي.