جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده مخ په کمیدو ده

نړیوال بانک: د افغانستان اقتصادي وده مخ په کمیدو ده

تاند (پنحشنبه، سرطان ۲۶) نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د خپل شپږ میاشتني راپور په وړاندې کولو سره وایي، چې د ډیریدونکي اداري فساد له امله سږکال د افغان حکومت عایدات د هغه څه په پرتله کم شوي چې بانک یې وړاندوینه کړې وه.

په ملي عایداتو کې د ۳۰ سلنه کموالي سربیره ، نوی راپور چې د هیواد له اقتصادي وضعیت سره تړلی دی د هیواد د نږدې ۲۴ میلیونه نفوس د بېوزلۍ او په اقتصادي ودې کې ۸ سلنه کمیدو خبره کوي.

نړیوال بانک خبرداری ورکوي چې د عاید د کمیدو او د توکو او نورو کورني اړتیاو لپاره د نرخونو ډیریدو له امله به سږکال اوه میلیونه خلک د فقر تر کرښې لاندې د هیواد نفوس ته شامل شي.

د بانک چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د خپریدو سره سره ، بانک د حکومت په عاید کې د کموالي وړاندوینه کړې وه، خو هغومره نه چې اوس یې لري.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وویل ، “اصلي لامل د کورونا مسله وه ، چې پولې یې وتړلې او اقتصادي فعالیت یې کم کړ.

” د فقر او اقتصادي ودې په اړه د نړیوال بانک راپور کې وړاندې شوې ارقام د اقتصاد وزارت لخوا یي مخالفت شوي دي.

دغه وزارت وايي چې سږکال به د فقر کچه ۶۱ سلنې ته لوړه شي او اقتصادي وده به د نړیوال بانک په وینا د نیمایي په پرتله راټیټه شي.

د اقتصاد وزارت ویاند سهراب بهمن وویل “زموږ اقتصادي وده به نږدې څلور سلنه کمښت ولري، او دا به د سوداګرۍ او ملي عاید په برخو کې د افغانستان په اقتصاد اغیزه وکړي.

د حکومت راپور وايي چې د دولت عواید به ورته کچې ته لاسرسی ونلري حتا تر پنځو کلونو پورې هم موږ پخواني اقتصاد ته رسیده ګې کولای نه شو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب