جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeجنرال وزیريشتمني، ستاسو نېکمرغي نه ده| جنرال دولت وزیري

شتمني، ستاسو نېکمرغي نه ده| جنرال دولت وزیري

 

د شتمنۍ په اړه بېلابېلو پوهانو نظریې وړاندې کړي، ځینو هغه د نېکمرغۍ عامل او ځینو د بدمرغۍ سرچینه بللې ده.

رابرت کیوساکي وايي:

«مخکې تر دې چې خپل بانکي حساب یا هم همیانۍ له پیسو او شتمنۍ ډک کړئ، باید خپل روح له یوه نېستمن روح څخه په یوه شتمن روح بدل کړئ.»

ارسطو وايي:

«مېرمن هیرون د یونان د مخه وخت د يوه نامتو او پېژندل شوي کس سیموندیس څخه وپوښتل، چې عاقل ښه دی که بډای؟»

سیموندیس ځواب ورکړ ويې ویل:

«له عاقلانو څخه بډايان ښه دي، ځکه چې موږ تل عاقلان د بډايانو په کورونو کې ګورو.»

بیا ارسطو د ثروت او پانګې په هکله بل نظر لري او وايي:

«پانګه او ثروت یوه وسیله ده، د مټکورو پرته بل څوک يې نه خوښوي.»

ارسطو وايي:

«پانګه او ثروت نه شي کولای چې د اوږدې مودې له پاره او تل تر تله څوک خوښ وساتي.»

دی وايي:

«په حقیقت کې په عمل او فعالیت کې د سعادت او نیکمرغۍ اساس پروت دی او ډیر ښه ژوند د ښه فکر او ښه سنجش ژوند دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب