شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۲۳ ملکي...

د ملي امنیت شورا: طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي دي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) ملي امینت شورا: طالبان لا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکوي او بې ګناه ملکي وګړو ته مرګژوبله اړوي.

د ملي امنیت شورا وايي طالبانو په تېره یوه اونۍ کې ۲۳ ملکي وګړي وژلي او ۴۵ نور یې ټپیان کړي دي.

د ملي امنیت شورا دفتر د معلوماتو پر بنسټ ملکي وګړو ته دغه مرګژوبله په ۱۶ ولایتونو کې اوښتې ده.

د ملي امنیت شورا ویلي تاوتریخوالی یو له مهمو مسایلو څخه دی چې افغان دولت یې څو ځلې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی.

دغه دفتر پر طالبانو تور پورې کړی چې د ټولو خواوو او افغانانو غوښتنې نه مني او د بې ګناه ملکي وګړو وژنې ته دوام ورکوي.

تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ویلي و، چې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام او زیاتوالی د سولې پروسه له یو شمېر ننګونو سره مخ کړې ده.

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم ویلي چې د طالبانو له لوري روان تاوتریخوالي، بین الافغاني خبرې ځنډولي دي.

تیره اونۍ چې افغانستان د سولې اړوند د درې سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کوربه وو د ګډونوالو ډير ټینګار د بین الافغاني خبرو پر پيل او د تاوتریخوالي پر کمښت وو.

بلخوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په وار وار د ملکي وګړو د مرګژوبلې خبرونه رد کړي او ویلي یې دي چې روانه مرګژوبله د حکومت کار دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب