شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې ۳۲ کاله وروسته د باچاخان مزار رغول کیږي

ننګرهارکې ۳۲ کاله وروسته د باچاخان مزار رغول کیږي

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۱) د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښارکې لسګونه کلونه وروسته د باچاخان مزار  او کمپلیکس جوړیږي.

دا مزار د فخرافغان باچاخان تر مړینې  ۳۲ کاله وروسته جوړیږي.

چارواکي وایي په دې کمپلېکس کې د باچاخان دمزار سربیره یوکتابتون او د غونډو تالار هم فعاليږي.

فرهنګیان وایي دا کمپلېکس به راتلونکي کې د لر او بر افغانانو ترڅنګ د سيمې هېوادونو د راغلو کسانو د فکري لیږد، فرهنګي او کلتوري ناستو یو ښه مرکز وي.

د ننګرهار د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، د باچاخان د مزار او کمپلېکس چارې په ۲۰۰۱ ميلادي کال کې پیل شوې، خو د بېلابېلو لاملونو له امله په ټپه ودرېدې.

نوموړی زیاتوي د دې مزار د جوړیدو چارې بیا ځلې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ولسمشر د حکم له مخې د يوه خصوصي شرکت له لوري پیل شوې.

هغه زیاته کړه د باچاخان مزار او کمپلېکس په شاوخوا ۵ جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې په ټوله کې پرې ۵۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

فرهنګیان دا کمپلېکس د لر او بر پښتنو ترمنځ د اړیکو د غښتلتیا یوه ښه لار بولي او وایي چې په دې سره به په سيمه کې د فکري، کلتوري، هنري ان سياسي اړخه يو نوی حرکت پيل شي.

د ادب یو شمیر پوهان او تاریخ لوستونکي بیا وایي چې د باچا خان د مزار او کمپلېکس له جوړېدو سره په سيمه کې د ګندهارا د مدنيت د راژوندي کېدو څرکونه ترسترګو کېږي.

دوی وایي د ګندهارا يادونه د هندوانو په سپيڅلو متونو ويدي سرودونو کې شوې ده، چې مانا يې د رڼا ګانو ځای دی.

دوی وایي له دې وړاندې فرهنګي اړخ کې دلته ستونزو شتون درلود خو په دې سره به په دې برخه کې شته ستونزې یو څه پای ومومي.

فرهنګیان خوښ دي، چې حکومت په ادبي برخه کې دومره لوی پام کړی دی.

فخر افغان باچاخان په ۱۸۹۰ کال کې د پښتونخوا د چارسدې سیمې په اتمانزو کلي کې زېږېدلی و.

نوموړی د ۱۹۸۸ کال د جنورۍ په شلمه نېټه په پېښور کې ومړ او له خپل وصیت سره سم په جلال اباد ښارکې خاورو ته وسپارل شو.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب