جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانستان نه وتلي ډيری امریکایي پوځیان ځان وژنه کوي

افغانستان نه وتلي ډيری امریکایي پوځیان ځان وژنه کوي

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۱)  فاکس نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې له افغانستان د وتلو امریکایي پوځیانو ترمنځ د ځانوژنې پېښې ډېرې شوې.

سرچینه وايي، دې پېښو امریکایي چارواکي اندیښمن کړي دي.

نوموړې رسنۍ تازه په دې اړه د یوه امریکایي پيلوټ د ځان وژنې خبره هم کړې ده او زیاته کړې یې ده چې ماسټر انډرېو تازه له افغانستان څخه ستون شوی و او د خپلې خوښې دنده یې په پنټاګون کې اخیستې وه.

سرچینه زیاتوي هغه د خپلې مېرمنې په مخ کې پر ځان ډزې کړې دي او سا یې ورکړې ده.

ماسټر انډریو په افغانستان کې په ګڼو هوايي عملیاتو کې برخه لرله او له دې امله امریکایي حکومت د مډالونو په ورکړه ستایلی و.

د انډریو کورنۍ ویلي، چې هغه هېڅ ستونزه نه لرله خو د سختو جګړوله امله ورته روانې ذهني ګډوډۍ پيدا شوې وې.

بل لورته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دغه ډول پېښې باید په جدي توګه وځيړل شي او پنټاګون دې د بېرته راغلو سرتېرو ذهني او روحي ساتنه وکړي.

د ټرمپ په وینا دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده او هغه کسان باید په ځانوژنه لاس پورې نه کړي، چې امریکا ساتي او قرباني ورکوي.

امریکایي روغتیايي چارواکي وایي له افغانستان نه وتلي امریکایي سرتیري باید هلته تر روانې درملنې لاندې ونیول شي څو د ځان وژنې پيښې راکمې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب