جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا افغانستان سره له خپلو مرسته شویو پيسو غلاکوله

امریکا افغانستان سره له خپلو مرسته شویو پيسو غلاکوله

تاند ( شنبه، د سرطان ۲۱) د آف-ګاردین په نوم یوه ورځپاڼه وایي امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده.

سرچینه لیکي، د امریکا ډېری نظامي چارواکي په افغانستان کې د نظامي حضور ملاتړي دي ځکه د نشریې په خبره په یوه پراخ فساد کې ښکېل دي.

سرچینه زیاتوي امریکایانو خپلې ډېره برخه مرستې بېرته د خپلو قراردادیانو او مفسدو ملګرو پر مټ غلا کړې دي.

دغه رسنۍ زیاتوي، چې امریکایي چارواکو د فساد او ډېرو لګښتونو لپاره هغه قراردادونه چې په ډېر کم لګښت کېدلی شوای په ډېرو لوړو پیسو کړي دي.

مقاله وایي، چې امریکایي مشرانو د ارزانه تېلو پر ځای څو برابره ګران بیه تېل پېرل، د ارزانه توکو پر ځای په څو برابره لوړو پیسو همغه توکي له امریکایي کمپنیو اخیستل.

آف-ګاردین دغه راز کاږي،چې لا هم د افغان پوځ لپاره د امریکا له لوري په اخیستل کېدونکو وسلو او تجهیزاتو کې ستر فساد موجود دی.

سرچینه تور پورې کوي،چې امریکا خپله ډېره برخه مرستې بېرته له افغانستان پټوي.

افغانستان کې د میشتو امریکایي ځواکونو مشرانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښولی.

1 COMMENT

  1. دا د ابتدا څخه کاملآ واضح وه چی د امریکا کومک فریبی شکل لری اودا کومکی ډالر د امریکا له خوا او پاتی د امریکا غلامانو تر مینځ ویشل کیدی او اوس هم دالار تعقبیږی ، دوهم متفکر ؟ او د ملت درد مصنوعی چیغی وهونکۍ په ابتدا کښي د مالیی وزیر وو او هغه دی چټل پروګرام څخه نه یوازی اطلاع درلوده بلکه د امریکا دی چټل پلان ملاتړ ئي کاوه او اوس هم د فساد او چور موضوع هیڅ تغیر ندی کړۍ ، شیطان قاتل ربانی او دده حلقی شورویانو ته د جنګ خساری وبښلی او ټولی سلاح ګانی او طیاری ئي پاکستان او ایران ته انتقال کړی اوس امریکا او انګلیس ربانیان ، ګلبدینیان ، سیافیان ، ګیلانیان ، مجدیدیان ، افغان ملتیان ، محقیقیان ، خلیلیان ، دوستمیان ، کمونیستان ، ستمیان ، شعله یان او نوره ملیونران کړی دی او هڅه کیږی ( د امریکا له خوا ) چی ددی قاتلانو اولادونه ددوی میراث لپاره وروزل شی ، امریکا به په اسانی سره له افغانستان څخه ولاړ نشی ځکه د افغانستان جغرافیائي موقعیت او خام مواد ددوی لپاره ډیر مهم دی او همدائي سبب دی چی امریکا خپلو غلامانو ته په کابل کښي دوامداره حکمرانی تضمین کړی!!!
    دوکتور اشرف غنی د بادار مطیع غلام دی ، دده چیغی ډرامئیي دی او هیڅ د اعتماد وړ ندی ، تر څو چی ددی رنګارنګ غلامان په افغانستان کښي حکمرانی لری نو افغان ملت به نه ازادی ولری او نه د خاوری استقلالیت او نه به ملت د صادقانه صلحی خاوند شی او نه به د ابرومندانه ژوند شرائيط ولری !!!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب