جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا خیرالله خیرخوا: طالبان د سیمې له هېوادونو سره پراخې اړیکې جوړول...

ملا خیرالله خیرخوا: طالبان د سیمې له هېوادونو سره پراخې اړیکې جوړول غواړي

تاند (شنبه، د سرطان ۲۱) طالبان: د دوی او روسیې تر منځ د اړیکو په اړه خپاره شوي راپورونه د افغان حکومت د استخباراتي کړیو دسیسه ده.

د طالبانو د قطر دفتر غړي ملا خیر الله خیر خواه په یوه تازه مرکه کې ویلي دوی د سیمې له هېوادونه سره خپلو اړیکو ته پراختیا ورکول غواړي او د روسیې له لوري د انعام د ورکړې ادعا بې بنسټه بولي.

خیرخوا ویلي هغه ادعاوې چې ګوندې طالبان په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژنې پر سر له روسیې پیسې اخلي یوه استخباراتي دسیسه ده.

د طالبانو د قطر دفتر دغه غړي زیاته کړې چې دا د افغان حکومت او امریکا د استخباراتي کړیو تر منځ ګډ پلان چې غواړي په افغانستان کې د امریکا نظامي ماموریت وغځېږي.

نوموړي ویلي په دې اړه ډېر معلومات نلري خو له امریکا سره په کړې هوکړې به په یو بل بریدونه ونه کړي.

دده په خبره چې طالبان بین الافغاني خبرو ته بشپړ چمتووالی لري خو چې د زندانیانو د خلاصون موضوع حل شي.

ملا خیرالله خیر خوا د طالبانو د قطر دفتر له کلیدو غړو څخه شمېرل کیږي، چې د اوږدې مودې لپاره په ګونتانامو زندان کې بندي و.

تر دې وړاندې یوې امریکايي رسنۍ داسې راپورونه خپاره کړي وه چې ګوندې روسیه په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو په سر طالبانو ته نغدي انعام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب