Homeکلتورد شاه دوشمشیره جومات د ترمیم چارې له ۶۰ سلنې اوښتي

د شاه دوشمشیره جومات د ترمیم چارې له ۶۰ سلنې اوښتي

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د تاریخي آبدو د ترمیم او مرمت ملي ادارې په کابل ښار کې د شاه دوشمشیره جومات د ترمیم او مرمت چارې ۶۲ سلنه بشپړې کړي دي.

یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دا تاریخي جومات، چې د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، په ۴۲۵ متر مربع ځمکه کې په دوه پوړونو د ۲۳ میلیونه او ۶۳۱ زره افغانیو په لګښت ترمیم کېږي.

د ښارجوړولو او ځمکو وزارت زیاته کړې چې د تاریخي آبداتو د ترمیم او مرمت ملي ادارې له لارې تر دې دمه په کابل کې د پل خشتي جومات، باغ بالا ماڼۍ، د ملي شورا د شهیدانو مقبره او د وزیر محمد اکبر خان غونډۍ د ملي بیرغ څلي لومړی فاز، په فیض آباد ښار کې د خرقه مبارکې جومات او د هرات جامع جومات لومړي فاز د مرمت او ترمیم چارې بشپړې کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...