جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهدفاع وزارت په بغلان کې د جنګي الوتکې نسکوریدا تایید کړه

دفاع وزارت په بغلان کې د جنګي الوتکې نسکوریدا تایید کړه

خبریاله: عاقله اسد(جمعه،د سرطان ۲۰) د افغانستان د دفاع وزارت تایید کړه چې د سوپرتوکانو A29جنګي جټ الوتکه د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې غورځېدلې ده.

دغه وزارت د جمعې په ورځ د (جولای په ۲۰مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله پرون د غرمې په شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې غورځېدلې.

دفاع وزارت همداراز وايي، الوتکه د “روزنیز ماموریت” پر مهال نسکوره شوې او پیلوټ یې ټپي شوی دی.

وزارت نه دي ویلي چې دا الوتکه څنګه له تخنیکي ستونزې سره مخ شوه او ولې نسکوره شوې ده؟

خو ویلي یې دي چې د هغې را غورځېدو په اړه پلټنه کوي.

د بغلان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي چې الوتکه د دوشي ولسوالۍ په یوه تصفیه شوې سیمه کې غورځېدلې او د الوتکې پیلوټ ټپي شوی دی.

د بغلان د والي ویاند نذیر نجم وویل، “په الوتکه کې له پیلوټ پرته بل څوک نه و.” دا سږکال د افغان هوایی ځواک سوپرتوکانو   A29 لومړۍ الوتکه ده چې نسکورېږي.

د سوپرتوکانو اې ۲۹ جنګي الوتکو کارول، چې د سپرټانکرانو په نوم هم پیژندل کیږي، په دویمې نړیوالې جګړې کې ډېرې کارول کېدې خو په دې وروستیو کلونو کې د دغو الوتکو ځینې برخې په نوي ټیکنالوژۍ او ۳۶ مختلفو وسلو سمبالې شوې دي او د افغانستان ملي ځواکونو ته چمتو شوي دي.

پرون د بغلان چارواکو ویلي و چې د ملي اردو یوه څرخکه په دې ولایت کې لوېدلې، پېلوټ یې ټپي شوی او نورو الوتکو له ځان سره وړی دی.

د افغانستان یوه څرخکه په بغلان کې ولوېده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب