یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان یوه څرخکه په بغلان کې ولوېده

د افغانستان یوه څرخکه په بغلان کې ولوېده

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) د افغانستان د ملي اردو یوه څرخکه نن د بغلان ولایت په دوشي ولسوالي کې لوېدلې ده.

لومړني راپورونه وايي چې دا هیلي کوپتر د دوشي ولسوالي په سکار دره کې غورځېدلې. دا سیمه د پروان ولایت غوربند ولسوالي ته نژدې ده.

د بغلان چارواکي وايي، په دې پېښه کې یوازې یو تن پېلوټ سپور و چې ټپي شوی خو د بلې الوتکې په وسیله د پېښې له ځایه وړل شوی دی.

تراوسه پورې د پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي.

وسله والو طالبانو هم تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي. دا ډله عموماً د افغانستان د الوتکو د ویشتلو ادعاوې کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب