جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کانګریس یو شمېر غړیو له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د ایستلو...

د کانګریس یو شمېر غړیو له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د ایستلو غوښتنه وکړه

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه، د سرطان ۱۹) د امریکا د کانګریس د دواړو جرګو (سنا جرګې او استازو جرګې) یو شمیر محافظه کاره غړو په ټرمپ غږ وکړ چې ژر تر ژره په عراق او افغانستان کې خپل نظامي شتون پای ته ورسوي.

سناتورانو او د استازو جرګې غړو ټرمپ ته په استولي لیک کې ویلي چې دوی د یوه لوی او قوي متحده ایالاتو تمه لري او که ناکامه شي نو امریکا به په افغانستان کې خپل نظامي شتون ته دوام ورنه کړي.

په لیک کې ټرمپ ته ویل شوي چې د متحده ایالاتو سرتیري باید له نه ختمیدونکو جګړو څخه لرې پاتې شي او په متحده ایالاتو کې خپل ماموریتونه ترسره کړي.

په لیک کې زیاته شوې چې له افغانستان او عراق څخه متحده ایالاتو ته به نور کوم ګواښ متوجه نه وي.

هغوې ویلي امریکايي ځواکونه اړتیا نه لري چې د نورو لپاره جګړه وکړي.

د یادونې وړ ده چې د متحده ایالاتو یو شمیر استازو لا دمخه له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د وتلو غوښتنه کړې.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ویلي دي چې هغه به له افغانستان څخه خپل عسکر وباسي.

د امریکا او طالبانو د دوحې له موافقې سره سم، چې د قبرورۍ په ۲۹ یې لاسلیک کړه، ټول امریکايي پوخیان د راتلونکي میلادي کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه وځي.

ټرمپ غوښتل چې پوځیان یې د سږ کال تر نوومبره، د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وړاندې ووځي خو د افغانستان د سولې د پروسې د ځنډېدو له کبله دا پرېکړه وځنډول شوه او وټاکل شوه چې ۴ زره امریکايي پوځیان د نوومبر له میاشتې وروسته هم پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب